اسلام آباد۔21 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي فعاله ٬ متنوع او د ذمه وارې ميډيا منظرنامې ته د ودې وركولو حكومتي عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي نن مونږ د ميډيا په څانګه كښې يو شمېر چېلنجونو سره مخ يؤ٬ د ټېكنالوجۍ په تندۍ سره پرمختګ كول په ميډيا كارولې كېدونكې تګلارې بدلې كړې دي٬ په دې چېلنجنګ چاپېريال كښې به مونږ له بنيادي پام د پاكستان ميډيا انډسټري پياوړې كولو پلو ګرځول وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د اطلاعات وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد او پخواني سېكرټري ظهور احمد سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په د موقع وفاقي وزير شاهيره شاهد ته د اطلاعات سېكرټري په حېث د خپل منصب ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده د اطلاعات وزارت لپاره د سېکرټرېټ ګروپ سینئر پخواني سېكرټري ظهور احمد خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ په ملاقات كښې د اطلاعات وزارت په كاركردګۍ ٬ ميډيا انډسټري ته په پېښو چېلنجونو او موقعو ٬ په بهر هېوادونو كښې د پاكستان مثبت تشخص ته وده وركولو كښې د وزارت د كردار په شمول په بېلو مهم چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې ميډيا انډسټري ته په پیښو چېلنجونو قابو موندلو له ميډيا انډسټري سره په ګډه د كار كولو عزم هم څرګند كړے شو۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل وفاقي سېكرټري شاهیرہ شاهد او پخوانے سېكرټري ظهور احمد قابل او زيرك افسران دي٬ دوي سره په ګډه كار كول ما لپاره يو اعزاز او درناوے دے۔ ده ووئيل حكومت د متحرك ٬ متنوع او د ذمه وارې ميډيا منظرنامې ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل نن مونږ د ميډيا په څانګه يو شمېر چېلنجونو سره مخ يؤ٬ د ټېكنالوجۍ په تندۍ سره پرمختګ كولو په ميډيا كارول كېدونكې تګلارې بدلې كړې دي٬ په دې چېلنجنګ چاپېريال كښې به مونږ له بنيادي پام د پاكستان ميډيا انډسټري پياوړې كولو پلو ګرځول وي۔ نګران وزير مرتضیٰ سولنګی ووئيل مونږ له به په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص ٬ بشپړه كلتوري ورثه او سماجي او اقتصادي كاميابۍ نړۍ ته وړاندې كول وي۔ ده ووئيل مونږ د ميډيا د آزادۍ او د خبريالانو د حقونو د تحفظ بشپړ عزم لرؤ۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو څانګه د پاكستان د سباؤن په تشكيلولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي
حكومت د فعاله ٬ متنوع او د ذمه وارې ميډيا منظرنامې ته د ودې وركولو عزم لري ٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د اطلاعات سېكرټري شاهیرہ شاهد او او پخواني سېكرټري ظهور احمد سره د ملاقات په مهال خبرې
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha