حېدر ??با??۔20فروری (اے پی پی)
رپورټ، اللہ داد شیخ
ترجمه ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
صنعتي څانګه د كوم هم هېواد اقتصادي پرمختګ كښ?? بنيادي كردار ترسره كوي۔ د پاكستان په صنعتي مېدان كښ?? ټېكسټائل څانګې ته يو ځانګړې حېثيت ترلاسه دے۔ كوم چې قومي معيشت مضبوطولو سره سره د روزګار موقعې رامخې ته كولو يوه مهمه ذريعه ده۔ د پاکستان تحریک انصاف حکومت اقتدار كښ?? راتلو نه سمدستي وروسته د ټېکسټائل څانګې او په خاص توګه د وړو صنعتونو ودې له مثبت ګامونه پورته كړل د كومو چې د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته كېږي۔ د سندھ صوبې سانګھړ ضلعه د ټېكسټائل او په خاص توګه پاور لومز حوالې سره خصوصي اهميت لري۔ سانګھړ غوره ٬ معياري او زيات مقدار كښ?? پنبه پېدا كوؤنكې يوه لويه ضلع ده۔ د دې ضلعې په مهم ښار ټنډو آدم كښ?? پاور لومز كورنې صنعت د تېرو 50 كلونو نه قائم دے او د زرګونو په شمېر وګړو روزګار دے سره تړلے دے۔ چې ورسره نه يوازې دغه خلك په خپلو پښو د ودرېدو جوګه كېږي بلكې دې سره غېر ملكي زرمبادله هم ترلاسه كېږي۔
د پاکستان سمال یونټس پاور لومز اېسوسی اېشن زونل سېکرېټری محمد صابر انصاری په دې لړ كښ?? اے پي پي سره خبرو كښ?? ووئيل د وزیراعظم عمران خان لخوا د وړو صنعتونو ودې لپاره پورته كړې شويو ګامونو سره به د وړو صنعتونو څانګه كښ?? بهتري راشي۔ هغه ووئيل د سانګھړ په ټنډو آدم ښار كښ?? 500 نه زيات پاور لومز وړوكې لوئې يونټ كار كوي۔ په كومو كښ?? چې نزدې 7000 د رخت تيارولو مشينونه كار كوي۔ په دې لومز كښ?? د 10 زره نه زيات خواري كښ د روزانه په بنياد مزدوري كولو سره خپلو كورنيو له روزي پېدا كوي۔ محمد صابر انصاری ووئيل د نړۍ هېوادونو نه درآمد كړې شوې تار كراچۍ ته رارسي هغه مونږ اخلو۔ دلته د دې مشینونو د لارې بې?? قسم 2 کروړه ميټره خام كپړا هره مياشت تيارولې شي۔ هغه كپړا كراچۍ او حېدر ??با?? ته لېږلې شي چرته چې د فنشنګ نه ورسته د هېواد بېلو سيمو سره سره امریکا ، برطانیه ، المان ، سع??دی عرب ، متحدہ عرب امارات او نړۍ نورو يو شمېر هېوادونو ته لېږلې شي او ددغې د لارې قيمتي زر مبادلې ترلاسه كولې شي۔ هغه ووئيل دا صنعتونه د برېښنا بل باقاعدګۍ سره ادا كوي۔ د مياشتې نزدې د دوه نيم كروړه روپۍ بل حېسكو ته ادا كولې شي۔ د لاك ډاؤن په مهال د برېښنا بلونو په مد كښ?? د 3 مياشتو په رعايت وركولو د وزيراعظم عمران خان او وفاقي حكومت مننه كوؤ۔ هغه ووئيل ټنډو آدم كښ?? د پاور لومز څانګه د تېرو 50 كلونو نه 10 زره خواري كښو ته د روزګار موقعې وركوي۔ هغه غوښتنه وكړه چې د ټولو بلونو ادائيګۍ ته پام كولو سره دې زمونږ د برېښنا فيډر دې لوډشېډنګ څخه فري وګرځولے شي۔ د تار د كمي د لاسه ترلاسه شوې آرډرز هم نه پوره كېږي دې پلو دے هم پام وكړے شي۔ هغه ووئيل د بېلو ټېكسونو په مد كښ?? هم مناسب رعايت وكړې شي دغسې چې مونږ د هېواد معيشت ودې او مضبوطيا كښ?? زيات كردار ترسره كړے شؤ۔
په دې مهال د پاور لومز وېنا ده چې په وړه اومنځومانه كچه چلېدونكې دا صنعت په لوئې مقدار كښ?? افرادي قوت لري۔ دې سره يو شمېر اړوندې څانګې هم پرمختګ كوي۔ د يو پاور لوم مالك ساجد محمود ووئيل زمونږ په ښار كښ?? د پاور لومز په څانګه كښ?? نزدې 80 زره مزدوران كار كوي۔ پاور لومز كښ?? جوړېدونكې كپړا د هېواد بېلو سيمو ته لېږلې او دغسې بهر نړۍ ته برآمد كولې هم شي۔ هغه ووئيل پاور لومز میں جارجټ، پولیسټر، ململ، سټیپل، کھدر او بېلو ډول نورې كپړې كومې چې زياتې خوښولې شي تيارېږي۔د يو بل پاور لوم فېكټري مالك شكيل احمد انصاري ووئيل زمونږ په سيمه كښ?? واړه لوئې پاور لومز فعاله دي۔ پاور لومز كښ?? د كار كوؤنكو مزدورانو وېنا ده چې د كورنۍ بنيادي ضرورتونه ددې صنعت په بركت سره ترسره كېږي۔
دې مزدورانو ته د ورځې په سر 500 نه تر 700 روپۍ دياړي وركولې شي۔ دې كښ?? شك نشته چې خواري كښه طبقه د اجرت ٬ روغتيا او زده كړو په شمول د بېلو آسانيو حوالې سره ستونزو سره مخ دي له دې كبله اړوند چارواكي دې د دوئي مسئلو حل كولو ته خصوصي پام وكړي۔