اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې حكومت سره دښمنۍ ??ښې سياسي ګوندونو له حدونو وتلي دي۔ رياست د قوم مور وي۔ د اپوزيشن د شور كولو يوازنې مقصد لوټ كړې پېسه بچ كول دي۔ فرانس ??ښې د سپكاوي پېښو خپرېدل د افسوس وړ دي۔ عمران خان او طیب اردګان د رسول اكرم (ص) حرمت او تقدس ساتنې غږ پورته كړې۔ د خالي په ورځ ننكانه صاجب ??ښې سيرت النبي (ص) كنفرنس ته خطاب ??ښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل ټول قام خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ هر يو پاكستانې وګړے پوځ سره مينه لري۔ هغه ووئيل د پاك پوځ په ضد خبرې كوؤنكې دې د خپل امنيت هم خيال وساتي۔ دعا ده چې لوئے څښتن دے د پاكستان حفاظت وكړي۔ د پاك پوځ په ضد خبرې كوؤنكي دې هند ته لاړ شي۔ هغه ووئيل حكومت مذهبي روادارۍ ته وده وركولو له ګامونه پورته كوي۔ څوك هم خپله عقيده په چا مسلط كولې نه شي۔ داخله وزير ووئيل دښمن قوتونه هېواد ??ښې تفرقه رامخې ته كوي۔ د فرقه واريت د لاسه د سوريه او عراق حالت زمونږ وړاندې دے۔ وفاقي وزير ووئيل آزادۍ سره د رائې څرګندونې په نامه د مسلمانانو زړه پرله پسې ازرولې شي۔ هغه ووئيل د حرمت رسول تحفظ زمونږ د ايمان برخه ده۔ هغه ووئيل د نړۍ د ټولو مذهبونو به احترام كول وي۔ هغه ووئيل د عمران خان هڅې به ضرور رنګ راوړي۔ داخله وزير په كامياب كنفرنس كولو انتظاميې ته مباركي وركولو سره ووئيل د نورو مذهبونو لارښود هم دستوره ??ښې ګ??ون كوي او دا هېواد ??ښې دمذهبونو ترمينځھ د همغږۍ عكاسي كوي۔
حكومت سره دښمنۍ كښې سياسي ګوندونه له حدونو وتلي دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری