اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي چې تيرو حكومتونو د ترسیل او وېش ته پام لرنه نه ده كړي هم دغه وجه ده چې هېواد كښې په سمدستي توګه د برېښنا نظام متاثره شوي،دې وخت كښې هم ځينې كسانو ډنډورو كښې لوئ كردار ترسره كړي۔ده د اتوار په ورځ د توان وفاقی وزیر عمر ایوب سره هېواد كښې د برېښنا بنديز په اړه شريك پرېس كنفرنس ته وينا كوله۔ وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل د برېښنا ترسیل كښې تعطل پیدا شوي په دې مهال ځينې خلكو ډنډورې پيل كړي۔ ده ووئيل د برېښنا څانګه هېواد كښې د ملا د تير حیثیت لري، تير حكومت جنرېشن ته پام لرنه كړي او ترسیل او تقسیم نظام ته هيڅ پام لرنه نه ده شوي ٬ د ترسیل نظام كښې به نوي ټیكنالوجی معارفي كولې شي۔ده ووئيل د برېښنا پیداواری صلاحیت 36 زره میګاواټه څخه زيات دې خو ترسیل نظام دې سره مطابقت نه لري۔ده ووئيل د نظام اپ ګریډیشن نه كولو په سوب تكنیكی مسئلو سره مخ يو۔ وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل د مټیاری لائن به زر تر زره بحال كړې شي دغسې ترسیل نظام به لا ښه كولې شي۔
تيرو حكومتونو ترسیل او وېش ته پام لرنه نه ده كړي اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں