واشنګټن 02 جون (اے پی پی)امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري وئېلي دي پاكستان د كابل ځانمرګې بريد په حقله د افغانستان د تورونو ځوابونه وركول نه غواړي۔ د واشنګټن ټائمز مديرانو او خبريالانو سره مركه كښې ده ووئيل پھ كابل كښې شوې ځانمرګې چاودنه چې پكښې پھ سلګونو وګړي مړه او ژوبل شوي بدترينه ترهه ګري ده٬مونږ د دغې سخته غندنه كوو۔دا بريد د ترهه ګرۍ ك??روائيو مخ نيوي لپاره كابل سره په ګډه د كار كولو پھ اړه زمونږ عزم به لا قوي كړي٬۔د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري د افغان استخبارتي ??دا??و هغه تورونه بيخي رد كړل چې پھ دې ځانمرګي بريد كښې پاكستان كښې د حقاني ډله لاس لري ۔اعزاز احمد چوهدري ووئېل پھ شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو جالې تباه كړی شوي٬د ترههګرۍ مخ نيوي كاروائيو په نتيجه كښې پاكستان كښې د حقاني نېټ ورك ختم كړی شوې۔دا ترههګر د پاكستان نه افغانستان ته تښتېدلې او ځكه افغان دولت له به د هغوي پھ حقله ګامونه پورته كول وي۔ده ووئيل د دې بريد په پاكستان تورونه لګول سم نه دي ځكه چې دې سره به په دواړو هېوادونو كښې د امنيتي وضعې ښه كېدو له كومه مرسته ترلاسه نشي۔سفير ووئيل دا وئېل ډېر آسان دي چې د ټولو مسائلو وجه پاكستان دے خو مونږ د دغه ډول بيانونو او د افغانستان د تورونو ځوابونه وركول نه غواړو۔ده ووئيل دا تور ??وا??ې د افغان استخبارتي ??دا??ې لخوا لګولې شوې خو د افغانستان اولس مشر اشرف غني حكومت د اړخه لا تراوسه د دغې تصديق نه دې شوې۔د يوې پوښټنې په ځواب كښې ده ووئيل دا څنګه ممكنه ده چې د بريد څو دقيقي پس افغان استخبارتي چارواكو په دغه بريد كښې د حقاني نېټ ورك د لاس لرلو درك لګولې دې
شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو جالې تباه كړی شوي٬د ترههګرۍ مخ نيوي كاروائيو په نتيجه كښې پاكستان كښې د حقاني نېټ ورك ختم كړی شوې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت