پېنډې 26 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر وئيلي دي سهار شپږ بجې په ټول هېواد كښې د هرې ضلعې په كچه د پوځ ځوانان د سول ادارو مرستې لپاره رسېدلي، د آرټيكل 245 له مخې په ټول هېواد كښې د هر انتظامي ډويژن په كچه يوه ډله په ځاے كړے شوې. ډي جي آئي اېس پي آر په هېواد كښې د كورونا وائرس د درېمې چپې په مهال د پاك پوځ تعيناتې په اړه بريفنګ كښې ده وو??يل په پاكستان كښې په دې وخت كښې د كورونا دريمه چپه روانه ده ا?? دا چپه د وړومبنو دواړو چپو نه څو چنده زياته خطرناكه ا?? مرګونې ثابېتېږي. ده وو??يل په ټوله نړۍ او په خاص توګه زمونږ منطقه د دې وبا په نتيجه كښې سخته ځپلې كېږي. د وبا د شدت او خپرېدو په وجه مرګونه هم زياتېږي. د سختو ځپليو رنځورانو زياتېدو سره د روغتيا ډهانچه هم سخت فشار سره مخ ده. ده وو??يل په هېواد كښې په دې وخت كښې د آكسيجن د مجموعي پېداوار 75 فيصد نه زيات د روغتيا څانګې لپاره خاص كړے شوے. كه د كورونا صورتحال په ځاے پاتې شو نو صنعت لپاره بېل كړے آكسيجن هم د روغتيا څانګې لپاره وقف كېدے شي. ده وو??يل په پاكستان كښې په دې وخت كښې د كووډ-19 د ځپليو فعاله كېسونو شمېره 90 زره ده ، مثبت شر?? تر خطرناك حد زياته شوې. ده وو??يل په ټول هېواد كښې په 51 ښارونو كښې مثبت شرح د 5 فيصد نه زياته ده. په اسلام آباد، پېښور، مردان، نوښار،چارسده، صوابۍ، پېنډې، لاهور، فېصل آباد، ملتان، بهاولپور، ګوجرانواله، كراچې او حېدر آباد، كوئټه ا?? مظفرآباد هغه ښارونه دي، چرته چې مثبت شرح ډېره زياته ده. ده وو??يل په 16 ښارونو كښې په دې مناسبت پوځ په ځاے كړې شوے. مېجر جنرل افتخار بابر وو??يل د اپرېل په 23مه نېټه تر اوسه د كورونا له ا??له زيات مرګونه شوي چې پكښې 157 كسانو د كورونا په وجه خپل ژوند د لاسه وركړے. ده وو??يل د اپرېل په مياشت كښې د كورونا تناسب تر ټولو زيات پاتې شوے. د فرورې د 26مې نېټې كال 2020م نه تر اوسه په پاكستان كښې د دې وبا په وجه 17 زره 187 كسان په حق رسېدلي. د كورونا زيان په اړه ده وو??يل په دې وخت كښې په نړۍ كښې د كورونا له ا??له د مرګونو شرح 2.12 فيصد ده ا?? د وبا په مهال په پاكستان كښې په وړومبي ځل د نړۍ په مقابل كښې د مرګونو شرح 2.16 فيصد ته رسېدلې. ده وو??يل د اپرېل په 23مه نېټه د وزيراعظم په مشرې كښې د قامي رابطه كمېټې مهمه غونډه شوې چې پكښې چيف آف دي آرمي سټاف هم موجود ؤ. ده وو??يل د ټولو اړوند ډلو په مشاورت او د اېن سي او سي د كورونا په دريمه چپه قابو موندلو لپاره د ځينې غېر طبي مداخل په اړه مهمې او په وخت پرېكړې كړي. ده وو??يل د وبا خرابېدونكې صورتحال تر مخه د اولس حفاظت او د عامې روغتيا تحفظ لپاره د وفاقي حكومت د احكاماتو له مخې په ټول هېواد كښې پاكستان آرمي د آرټيكل 245 له مخې د سول ادارو مرستې لپاره طلب كړې شوې. ده وو??يل د اولس اعتماد د پاك پوځ اثاثه ده. د ازمېښت په دې سخت وخت كښې به پاك پوځ خپل ټول صلاحيتونه په كار راوستلو سره د اولس صحت او حفاظت لپاره هر ډول ممكنه ا??دام كوي او د هېواد ګوټ ګوټ ته رسېدو سره به د اولس حفاظت باوري كوي. ده وو??يل د كورونا وبا په ضد په احتياطي تدابير عمل كول او د امن بنيادي ذمه واري د سول ادارو ده. ده وو??يل پاك پوځ به د اېمرجنسي رېسپونډر په توګه د وبا مخ نيوي لپاره نورو قانون نافذ كوونكو ادارو سره بشپړه مرسته كوي. ده وو??يل د ټولو ډويژنو په كچه به د دې ډلو مشري د برګېډيئر رنك افسر كوي او د هرې ضلعې په كچه د لېفټننټ كرنل په مشرې كښې پوځي ځوانان د سول انتظاميې مرستې لپاره رسېدلي دي. ده وو??يل پاك پوځ د دې تعيناتې په مهال د تېر ځل په شان د كوم ډول انټرنل سېكورټي الاٶنس نه اخستو پرېكړه كړې. ده وو??يل د ټولو صوبائي اېپكس كمېټو غونډه به ا??نۍ كښې يوه ورځ كېږي چې پكښې به د مجموعي صورتحال او په خاص توګه د مثبت شرح جاج اخستلے شي او په دې لړ كښې به حكمت عملي ترتيب كولې شي
د ټول هېواد هرې ضلعې ته د پوځ ځوانان د سول ادارو مرستې له رسېدلي. مېجر جنرل افتخار بابر
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena