اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان پرله پسې د اقتصادي پرمختګ په ??تي??ه كښې غېر ملكي سرمايه كارې لپاره پياوړې موقعې وړاند?? كوي٬ د هېواد رېګولېټري او سپروائزري فرېم ورك ډېر ترقي پسند دے او نړيوالو سرمايه كارو ته د مرستې فضا وركوي۔ ده دا خبرې د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن جوزے وېنالز سره د شورو په ورځ په خبرو كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان د بېنكارې څانګې وخت تېرېدو سره په متاثر كن او مستحكم انداز كښې كاركردګي ښودلې۔ ده ووئيل چې پاكستان اولس په رامځې ته كېدونكو منډيو كښې شمېرل كېږي۔ ده ووئيل چې د پاكستان سټاك ماركيټ په كال 2016م كښې په پنځو غوره سټاك ماركيټونو كښې شامل شوے دے او زمونږ اوسنې د جي ډي پي شرح نمو د 5.3 فيصد نه زياته ده۔ وزيراعظم سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن جوزے وېنالز ته ووئيل چې د سرمايې په بنياد٬ په اثاثو او منافع كښې د غوره پرمختګ او نړيوال معياراتو سره هم اهنګې د پاكستان د بېنكارې څانګې سرمايه كارو لپاره په منطقه كښې ډېر د مسابقې مقام وركړے۔ ده ووئيل چې د سي پېك له مخې د توان او بنيادي ودانې په څانګو كښې د زياتېدونكې غېر ملكي سرمايه كارې سره د اقتصادي پرمختګ٬ او سرمايه كارې موقعې وړاند?? كوي۔ وزيراعظم د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن د پاكستان د دورې هركلې كولو سره ووئيل چې سټېنډرډ چارټرډ بانك په پاكستان كښې تر ټولو پخوانې او په لويو نړيوالو بانكونو كښې دے۔ ده بانك د عزم ستائنه ??كړه۔ د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه ??كړه او پاكستان سره ئې د مرستې لا زياتولو اظهار وكړو۔ په دې موقع د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيف اېګزېكټو آفيسر او مېنجنګ ډائرېكټر ﴿نارتھـ﴾ هم موجود وو
پاكستان پرله پسې د اقتصادي پرمختګ په نتيجه كښې غېر ملكي سرمايه كارې لپاره پياوړې موقعې وړاندې كوي
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ