اسلام آباد ۔ 18 مارچ(اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وز??ر شفقت محمود وئيلي دي هر كال درې كروړه زلمي جاب ماركيټ ته راوځي۔ د??ئي هنرمند جوړول يو لوئے چېلنج دے۔ د حكومت ترټولو لومړۍ ترجيح د زده كړو او روغتيا آسانيو رسنه او د بې وز??ۍ ختمول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په يو ځائي هوټل كښې د ورلډ بانك لخوا پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په سرخط د راجوړ كړې شوي سمټ دوهم سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ د?? ووئيل وز??راعظم عمران خان په خپل اولني تقرير كښې د تعليم او د خوراك كمي لامله د كوچنيانو د مناسبې ودې نشتوالي په خاص توګه ذكر كړې وو۔ دې څخه زمونږ په دې څانګو كښې د ترجيحاتو اندازه لګېدې شي۔ د?? وئيل مونږ په بشري پرمختګ كار كوو او اولس د بې وز??ۍ كچې څه ويستل زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ د?? ووئيل زمونږ وزارت 5 څ??نګو ته خاص پام ګرځولې دې په دې كښې د لوستې شرح زياتول تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ د?? ووئيل زمونږ په هېواد كښې 32 فیصد وګړي ليكل او لوستل كولې نه شي۔ دا لوئې چېلنج دې۔ د?? ووئيل كه په 4 كلونو كښې مونږ د لوستې شرح تر 70 فيصده رسوو نو مونږ له به د لوستې 70 زره مركزونه پرانستل وي۔ دې لپاره يوه پالېسي جوړو۔ د?? ووئيل 2 کروړه نه زيات كوچنيان سكول نه بهر دي۔ زمونږ حكومت ددې كوچنيانو سكول ته راوستلو له يو مهم پېل كړی دې۔ دې نه وړاندې بشري پرمختګ لپاره د ورلډ بېنک دوهم صدر انیتا ډکسن په لوستې كښې په زياتوالي ٬ د مور او بچي د روغتيا او بې وز??ۍ ختمولو له د نړيوال بانك په ګامونو رڼا واچوله۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دې ووئيل نيوزي لېنډ كښې په رامخې ته شوې افسوسناكې پېښې مونږ ته خفګان شوې۔ دې ووئيل دې پېښه كښې د شهيد شويو پاكستانيانو غمجنيو كورنيو سره غم كښې يو ډول شريك يؤ
د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود د ورلډ بانك لخوا پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په سرخط د راجوړ كړې شوي سمټ دوهم سېشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina