ليک : ياسر عرفات
ترجمه : محمد عامر آفريدي
وزیراعظم عمران خان په هېواد کښ?? بې کوره غريب خلقو لپاره د 50 لکه کورونو جوړولو په يوه بله لویه پروژه ترسره کولو ډېره ډاډګېرنه ترلاسه کړې. هغه په خپل هم عصر خلقو کښ?? يو داسې خوب ته تعبیر ورکولو لپاره وړاندے راغلو د کوم په اړه چې د ده مخالفین يوازې سوچ کولې شو. په هېواد کښ?? د تعمیراتو څانګې د نوي پاکستان هاؤسنګ پروګرام کاميابې په لار کښ?? په خنډونو لرې کولو د وزیراعظم عمران خان کردار ستائيلې. د وزيراعظم د دوه کلونو په هڅو دا پروګرام اوس تيار دے او بلډرز د 50 لک کورونو جوړولو په اړه د حکومت په هڅو کښ?? مرستې لپاره په ښه پلېټ فارم ورکولو د خوشحالۍ څرګندونه کړې او د وزیراعظم د هڅو ئې ډېره ستائنه کړې. د وزيراعظم په مشرۍ کښ?? په ګڼ شمېر غونډو کښ?? په دې پروژه جامع غور شوے او د هغه غېر متزلزل عزم سره اوس دا خوب په حقیقت کښ?? بدل شوے. د دې هڅو په نتیجه کښ?? بلډرز کميونټۍ دې هيلې سره د پروګرام ستائنه کړې چې د 50 لکه کورونو جوړولو هدف د عمل وړ دے.
د اېسوسي اېشن آف بلډرز اېنډ ډوېلپرز آف پاکستان (آباد) چيئرمين محسن شېخاني وئيلي دي چې د حکومت لخوا د هاؤسنګ څانګې ته د مراعاتو وړاندېز سره به د 50 لکه د کورونو جوړولو هدف په ترلاسه کېدو کښ?? مرسته وشي او يو نيم کروړ خلقو لپاره به د روزګار موقعې پېدا شي. د مراعاتي پېکېج ستائنه کولو سره ده ووئيل چې د پي ټي آئى حکومت د هاؤسنګ څانګې ته د هېواد په 70 کلن تاریخ کښ?? په وړومبي ځل د يو صنعت درجه ورکړې. ده ووئيل چې په ابتدائي توګه که حکومت د 10 لکه کورونو جوړولو کار پیل کړي نو دې سره به 25 لکه خلقو لپاره روزګار پېدا شي او د 40 نه تر 72 اړوند صنعتونه به بحال شي. دا پېکېج تعمیراتي صنعت لپاره ډېر ګټور دے. ده ووئيل چې د کورونا وبا له امله په ټوله نړۍ کښ?? اقتصادي پرمختګ ځپل شوے خو هيله ده چې په پروژه تند پرمختګ به اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي. تعميراتي صنعت زمونږ په معيشت کښ?? مرکزي حيثيت لري او د دې ودې سره به د کورونو په کمي قابو موندلو کښ?? مرسته وشي او په نتیجه کښ?? به اړوند صنعتونه پرمختګ وکړي او د روزګا موقعې به پېدا شي.
د نوي پاکستان هاؤسنګ اېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمين لېفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر د دې هيلې څرګندونه کړې چې د دستاوېزي عمل اسانولو او کاروباري اسانيې باوري کولو لپاره د نورو اقداماتو په نتیجه کښ?? به د هاؤسنګ او تعميراتو صنعت ته د لا سرمایه کارو راغب کولو کښ?? مرسته وشي. ده ووئيل چې د دسمبر تر 31مه نېټه په هاؤسنګ او تعميراتي صنعت کښ?? د سرمايه کاري کوونکو سرمایه کارو څخه به د دوي د امدن د ذريعو پوښتنه نه شي کولې. د دې څخه وړاندې بلډرز او ډوېلپرز لپاره منظوري ترلاسه کول مشکل و خو اوس حکومت د هاؤسنګ او تعمیراتي څانګې اسانيې لپاره د منظورۍ طريقه کار اسان کړے. ده د بېلابېلو صنعتونو ګټې، مجموعي اقتصادي چارو او د روزګار موقعې پېدا کولو لپاره تعمیراتي صنعت ته د مراعاتو په اړه د حکومت د وژن حواله هم ورکړه. حکومت خواهش لري چې بلډرز او ډوېلپرز د دې پېکېج څخه بشپړه استفاده وکړي او د کال 2020م د دسمبر د 31 مې نېټې څخه وړاندې خپلې پروژې پېل کړي.
د اقتصاد يو کارپوهه او پائېدار پرمختګ لپاره د پالیسي ادارې( اېس ډي پي آئي) اېګزېکټو ډائريکټر عابد قيوم سلهري د تعمیراتو څانګې ته د سباؤن د محرک قوت په توګه ګوري. ده د تعميراتو صنعت لپاره د مراعاتو ستائنه وکړه د کومو ګټه به چې بالاخره غريب اولس ته رسي. بلډرز او رئيل سټېټ اېجنټس هم دا پېکېج د تعميراتو د څانګې د بحالۍ يو لوي اقدام ګرځولې او هيله ئې څرګنده کړې چې د حکومتي مراعاتو په نتیجه کښ?? به د ملکي او غېر ملکي سرمايه اعتماد په يقيني توګه بحال شي. په دې حکومتي اقدام تبصره کولو سره يو نامتو پراپرټي ډوېلپر او کاروباري شخصیت اعجاز ګوهر ووئيل په کم شرح سود کورونه جوړولو لپاره دا وړومبۍ پروژه ده کومه چې د لاندې او مېنځنې طبقې لپاره تياره کړې شوې. ده ووئيل کمرشل بانکونه به تعمیراتي چارو لپاره د خپلې پورټ فوليو 5 فیصد بېلوي. ده ووئيل چې په غېر رسمي ان رجسټرډ معيشت کښ?? 20 ټرېلين روپۍ ګرځينده دي او اوس خلق د کال 2020م د دسمبر تر 31مه نېټه د رئيل سټېټ په څانګه کښ?? سرمایه کاري کولو سره د لوي رقم څرګندولو يوه موقع ده. اوس به د کم آمدن غريب خلق د 5 فيصد مورګيج فنانسنګ اسانيې سره د پنځه مرلې کور جوړ کړے شي. ده ووئيل چې مورګيج فنانس82 کاله وړاندې به امریکا کښ?? پېل شوے و چې ورسره د هغه وخت معيشت بحال شوے و او پاکستان د هوم مورګيج فنانسنګ په اړه د پرمخ??لل??و هېوادونو په مقابل کښ?? ډېر وروستو و.
د خاص پېکېج د اعلان نه پس د پاکستان سټېټ بانک بانکونو لپاره په مورګيج قرضونو کښ?? پراختیا او ډوېلپرز او بلډرز لپاره د فنانسنګ لازمي هدف ټاکلو پرېکړه کړې ده. د پاکستان مورګيج ري فنانس کمپنۍ ( پي اېم آر سي) منېجنګ ډائريکټر او چيف اېګزېکټو آفيسر مدثر خان وئيلي دي چې پي اېم آر سي د نړیوال بانک او حکومت په مرسته د ري فنانسنګ آسانيې ورکوي. ده ووئيل چې مونږ 11 شراکتدار بانکونو او مالياتي ادارو ته د دوي روايتي او جدت لرونکو په اسلامي ري فنانسنګ مصنوعاتو کښ?? 15 اربه روپۍ ورکولو سره د اوږدې مودې ارزان هاؤسنګ فنانس په يو حقيقت کښ?? بدل کړے. پي اېم آر سي د کم لګښت کورونو لپاره د قرض ورکوونکو بانکونو ډاډګيرنې لپاره د حکومت د ټرسټي په توګه د رسک شيئرنګ آسانيې هم معرفي کړې دي. کمپنۍ د انشورنس صنعت سره په ګډه د نوي پاکستان پروګرام له مخې د کم لګښت کورونو لپاره نوي روايتي او تکافل مصنوعات هم تيار کړي دي.
د عارف حبیب کارپورېشن لمېټد ڈائریکٹر محمد اعجاز وئيلي دي چې د پي ټي آئي حکومت د کرېډټ مستحق دے ځکه چې دې نه يوازې په چېلنجونو قابو موندلې بلکې خپل مقصد ته ئې په بشپړه توګه پام کړے او د نجي څانګې د شريکولو ئې مثبت اظهار کړے. ده ووئيل چې حکومت د مشاورت يو جامع عمل پېل کړے او ټولو اړوند ډلو سره په مشوره کښ?? بوخت پاتې شوے. د کومې نيمکړې پروژې په پلو د ??لل?? په ځائ ئې د ادارو د تشکيل او اصلاحاتو د لارې د موثر نظام د تيارې په پلو ئې مستحکم او بتدریج پرمختګ په ځائ ساتلې. په دې مهال به په اسانيې سره د كاروبار تشكيل او د ضبطګې په قوانينو كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې اداره جاتي مالي مرسته فعاله شي كوم چې يو مثبت قدم دے. ده ووئيل چې مهم عنصر سرمايه كار دے. تعميراتي څانګې ته د صنعت درجه وركولو سره د باور په نتيجه كښې به په دې څانګه كښې سرمايه كارو په فعاله كولو كښې مرسته وشي.
كېپټل سمارټ سټي، بحريه ټاٶن، بليو ورلډ سټي، لاهور سمارټ سټي او نورو پروژو سره تړون لرونكې بلډر د مكين ماركيټنګ پرائيوېټ لمېټډ چيف اېګزېكټو آفيسر حسن طلال ووئيل چې په دې اقداماتو كولو مونږ د پي ټي آئي د حكومت مننه كوو. په ټېكس كښې د اسانيو وركولو به مثبت آغېز وشي. د نوي پاكستان هاٶسنګ پروژه به د تعميراتو صنعت ده په وده وركولو كښې مرسته وكړي.
يو بلډر او انټيريئر ډيزائنر محمد احسن د تعميراتو څانګه په سمه لار روانولو او د معيشت بحالې لپاره د حكومت لخوا مراعاتي پېكېج په وخت اقدام وګرځولو. ده ووئيل چې د تعميراتو په څانګه كښې تند رفتار پرمختګ به 40 څانګو ته كاروبار وركړي او د روزګار موقعې به پېدا شي. كه دې رفتار سره كار روان و نو د 50 لكه كورونو جوړولو هدف به په اسانې سره ترلاسه شي.
پرائيوېټ هاٶسنګ سوسائيټو هم د پېكېج ستائنه كولو سره وئيلي دي چې دې سره به د رئيل سټېټ كاروبار وده وكړه كومه چې د حكومت يوه پياوړې كارنامه ده. د سوېلين كوآپرېټو هاٶسنګ سوسائټۍ سېكرټري محمد منشا ساهي ووئل چې د كوم حكومت لخوا تعميراتي څانګې لپاره او په خاص توګه د كورونا وائرس وبا په مهال دا يو غوره وړاندېز دے. دې سره به د سخت وخت نه په وتلو كښې مرسته وشي. د تعميراتو چارو ودې لپاره حكومت د تعميراتو صنعت لپاره د خاص ريليف پېكېج اعلان كړے.
د آل پاكستان سېمنټ مېجوفېكچررز اېسوسي اېشن چيئرمېن اعظم فاروق وئيلي دي چې د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام په نتيجه كښې به په ماركيټ كښې كاروباري چارې بحال شي او د سټېل صنعت به هم وده وكړي. ده ووئيل چې په سخت صورتح??ل كښې كله چې د ټولې نړۍ معيشت ځپلې شوې، پاكستان لپاره دا غوره موقع ده چې د بحران ن ه وتلو لپاره د نويو كورونو جوړولو پشان د غوره پروژو انتخاب وكړي. د پاكستان آئرن اېنډ سټېل مرچنټ اېسوسي اېشن چيئرمېن طارق ارشاد ووئل چې د تعميراتو څانګه كوم هم معيشت لپاره مركزي حيثيت لري او د دې په نتيجه كښې د روزګار ډېر موقعې پېدا كېږي.
د آل پاكستان ماربل انډسټري اېسوسي اېشن چيئرمېن نعمان باقي صديقي د حكومتي پرېكړې هركلې كولو سره ووئيل چې په اوسني سخت صورتح??ل كښې به د دې اقدام نه يوازې د تعميراتو څانګې ته ګټه ورسي بلكې ټول معيشت به د دې څخه استفاده وكړي.
وفاقي كابينې په انكم ټېكس آرډيننس 2001م او فنانس اېكټ 1989م كښې د تراميم د لارې د تعميړاتو صنعت ته د ټېكس مراعات وركولو آرډيننس منظور كړے. د دې مقصد د معاشي چارو وده او په هېواد كښې د روزګار موقعې پېدا كول دي كوم چې د كورونا وائرس د وبا له امله د لاك ډاٶن په سبب ځپلې شوې دي.
د نوي پاكستان هاٶسنګ ډوېلپمنټ اتهارټۍ د منظور شوي كم لګښت هاٶسنګ پروژو لپاره په ټېكسونو كښې د 90 فيصده رعايت وركړے شوے. د ټېكس د نوې شرح اطلاق به د 31 دسمبر كال 2020م نه وړاندې پېل شويو نويو پروژو او د سكيم له مخې د ټېكسېشن انتخاب كوونكو په موجوده نامكمل پروژو كېږي. دواړو نويو او اوسنيو پروژو لپاره به اېف بي آر سره اندراج كول وي. د دې سكيم له مخې د انتخاب كوونكي بلډرز او ډوېلپرز لخوا به د شيئر هولډرز د منافع په ادائيګې د ټېكس څخه استثنٰٰي ترلاسه وي.
د وزيراعظم د نوي پاکستان هاؤسنګ پروژې او تعمیراتي څانګې لپاره د مراعاتي پېکج ډاډګېرنه: عام وګړي لپاره د کور خوب په حقیقت کښې بدل شو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس