اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیري مریم اورنګزیب د عمران خان څخه پوښتنه كړې چې كه جنرل باجوہ امریکا د هغه خلاف كړې وه نو بيا ئې د امریکی سازش ډنډوره ولي كړې او سائفر څه څيز ؤ ؟ د شورو په ورځ د پی ټی آئی چیئرمېن عمران خان په بيان خپل غبرګون كښې دي ووئيل كه باجوہ امریکا د عمران خان په خلاف كړې وه نو بيا امپورټډ حکومت او نړيوال سازش څه وؤ؟ كه باجوہ او آئی ایس آئی وئيلي وؤ چې ستا مخالفین غله دي نو بيا د ده الزامات څه وؤ ؟ جنرل باجوہ هغه او 22 كروړه اولس د ټرك بتۍ پسې ولي لګولے وؤ۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان څلور كاله پخپلو دماغو يواځي هېواد لوټلے او نور كارونه ئې د نورو په وينا كړي۔ وفاقی وزیري پوښتنه وكړه چې باجوہ د خپلي مودې پراختيا لپاره امریکا څخه لابنګ كولو او هغه په بنده كوټه كښې باجوه ته د ټول عمري ایکسټنشن آفر کولو؟ باجوہ كه هر څو وئيلي وؤ نو هغه اسمبلۍ د چا په وينا ماتي كړې؟ دي ووئيل قام په څلورو كلونو كښې په دې نه دے پوهه شوے چې هېواد او اولس هغه د چا په وينا او څنګه لوټلے دے٬ دې ووئېل د هېواد په تاريخ كښې داسې كله نه دي شوي۔دي ووئيل عمران خان په خپلو څلورو كلونو كښې يواځي د كورودانې او د هغې ملګري فرح ګوګي له هر څه كړي ، د څلورو كلونو په مهال د اوړو ، چینو ، برېښنا ٬ ګاز مافیا له آسانۍ وركړې شوي۔ دي ووئيل عمران خان په سازش كولو د پنجاب او خېبر پښتونخوا د نمائندګانو توهین کړے
كه جنرل باجوہ امریکا د عمران خان خلاف كړې وه نو بيا ئې د امریکې سازش ډنډوره ولي كړې او سائفر څه څيز ؤ؟ مریم اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ