اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) د پاكستان او اندونيزيا ترمينځه د پالیسی پلاننګ ډائیلاګ درېم دور په بالي كښې وشو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخ??ا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان پلاوي مشري اېډیشنل سېکترې (اېشیا ??ېسفک) ممتاز زهرہ بلوچ او د اندونيزيا لخ??ا د فارن پالېسي سټرېټجي ايجنسۍ مشرې ډاکټر یاان ګنډا حیات ملیانه وكړه۔ په انډونیشیا ??ښې د پاكستان سفير محمد حس?? او پاكستان كښی د انډونيشيا سفير اېډم ملاورمن ټیوګیو هم په ډائيلاګ كښې ګډون كولو۔ دواړو خواوو د پاکستان او اندونيزيا د اړيكو په ټولو اړخونو او د مشترکه مفاداتو په سیمه ایزو او څو اړخیزو مسائلو خبرې اترې وکړې. دوئي په وروستيو کلونو کښې د دوه اړخيزو همکاريو په چټکتيا د اطمينان څرګندونه وكړه او سياسي، اقتصادي، دفاعي او امنيتي برخو كښې د همكارۍ لا زياتولو له يۍ د خپل عزم پخلې وكړو۔ دواړو خواوو په تېرو 72 کلونو کښې د پاکستان او اندونيزيا د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا ??پاره یې په ټولو كچو د دوه اړخیزو تبادلو په زیاتولو مو??فقه وکړه.دوی د دواړو هېوادونو شريكو ګټو لپاره په ټولو اړخونو کښې د خلکو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا ??ه اړتیا ??م مو??فقه وکړه. پاکستان او اندونیزیا چې دوه ستر اسلامي هیوادونه دي، په اسلامي ټولنو او او آی سي سره د اړوندو مسئلو په شمول په اسلامو فوبيا او د فلسطين ٬افغانستان او مقبوضه كشمير په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د جنوبي آسیا، آسیا ??اسېفېک او له دې څخه بهر د سولې او امنیت په ګډون په نړیوال پرمختګ او سیمه ییزو مسئلو هم خبرې وکړې. دواړو خواوو د پرله پسې خبرو اترو په اهميت ټينګار وکړو او مو??فقه يې وکړه چې په دوه اړخيزو او څو اړخيزو کچو کښې د وړاندې نه د راروانو بېلابېلو ميکانيزمونو له لارې به د شريكې خوښې چارو له كار كولې شي
د پاكستان او اندونيزيا ترمينځه د پالیسی پلاننګ ډائیلاګ درېم دور، اړيكو كښې په رامخې ته شوي زياتوالي د اطمينان څرګندونه
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ