اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین وئیلي دي چې د قانون حاکمیت او د آئين په بریا کښې د وکیلانو روښانه رول د تاریخ یوه برخه ده٬ وكيلان د جمهوريت ٬ بشري حقونو او د آئين ساتونكي دي۔ هغه دا خبره د ډسټركټ بار جهلم عهدېدارانو سره خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د اوسني نېب آرډيننس په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وكيلانو د اطلاعاتو وفاقي وزیر ته د جهلم کنټونمنټ بورډ په ټاكنو کښې د پاکس??ان تحریک انصاف په بریا مبارکي ووئیله۔ وکیلانو د ټاکنیزو اصلاحاتو او د راتلونكو ټاكنو په اي وي اېم كولو ??ه د حکومت د پورته كړې ګامونو ستاینه وکړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير وكيلان د نېب (دوهم بدلون) آرډيننس 2021 تفصيلاتو نه خبر كړل۔ هغه ووئيل صدر مملكت د آئين د آرټيكل 89 لاندې دا آرډيننس صادر کړې دے۔ د آرډيننس د لارې به احتساب عدالتونه د صدر او چيف جسټس آف پاكس??ان مشاورت سره جوړولې شي٬ د پراسېكيوټر جنرل اختيارات پراخا كړې شوي دي٬ د دې آرډيننس لمخې د ضمانت اختيار به اوس ماتحت عدالتونو سره وي۔ هغه ووئيل نن چې په آرډيننس څوك ټكونه كو?? د هغوي زياتره بدلونونه په دې آرډيننس كښې شامل دي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د وكيلانو ورورولۍ مسئلو ??ه ښه خبر دے ٬ د ډسټركټ بار جهلم لپاره به نوې چېمبرز جوړولې شي٬ ځوانانو وكيلانو ته به چېمبرز جوړولو ??ه كامياب جوان پروګرام څخه قرضې وركولې شي٬ دوئي ته د روغتيا آسانۍ وركولو ??ه په هېلت كارډ جاري كو??و غور كوؤ۔ وفاقي وزير په دې موقعه وكيلان جهلم كښې د پرمختيائي كارونو په اړه خبرولو سره ووئيل جهلم سيند ته نزدې به يو تفريحي پارك جوړولې شي۔ وكيلانو د سيمې پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې منصوبو پېل كولو ??ه د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ اېډووكېټ جنرل پنجاب فېصل چوهدري او سرفراز چوهدري هڅې وستائلې۔
د قانون حاکمیت او د آئين په بریا کښې د وکیلانو روښانه رول د تاریخ یوه برخه ده٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د ډسټركټ بار جهلم عهدېدارانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج