نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغز جمهوریه خارجه وزير کلوبایف ژین بیك مولدوکانووچ سره ملاقات


بشکیك 22 مئی (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغز جمهوریه خارجه وزير کلوبایف ژین بیك مولدوکانووچ سره تفصیلی ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې د دواړه اړخه د پاکستان او جمهوریه کرغزستان ترمينځه د ملګرتيا اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو قوي كولو له د عزم پخلے وشو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزیراعظم په کرغزستان كښې د پاکستانیانو پشمول د غیر ملکیانو په ضد د تشدد په اوسنو پېښو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ ده د کرغز حکومت د اړخه د ناامنۍ په مهال حالات په معمول راوستلو او د پاکستانو زدكوونكو ښېګړې باوري كولو له په دې سمدستي اقدام مننه وكړه۔ نائب وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د پاکستانیانو په ضد د تشدد د اوسنو کارروائیو ذمه وارو دې محاسبه كړے شي۔د کرغز خارجه وزير د امن و امان بحالۍ لپاره د کرغز چارواكو د اړخه د پورته شوو اقداماتو وضاحت وكړو او د فسادات مرتکب كېدونكو كسانو نيولو او د سزا كولو د عزم ئې پخلے وكړو۔ دغسې نائب وزیراعظم کرغز جمهوریه كښې د مېشته پاکستانو وګړو پشمول د ټولو غیر ملکیانو له تحفظ وركولو لپاره د خپل حکومت د عزم پخلے وكړو۔