اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي 9 مئی د پاکستان د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده٬ په مهذبه ټولنو كښې د دې ډول پېښو هېڅ ګنجائش نشته۔ د پاك پوځ قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ د 9 مئي پېښې په اړه خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د 9 مئی پېښو په سختو ټكو كښې غندنه كوؤ۔ ده ووئيل په مهذبه ټولنو كښې د دې ډول پېښو هېڅ ګنجائش نشته۔ 9 مئی يوه توره ورځ وه كله چې مهم تنصيبات او ودانۍ په نخښه كړې شوې٬ د شهيدانو مجسمو او يادګارونو ته زيان ورسولے شو۔ ده ووئيل تر ټولو زيات دا چې د اولس او ادارو يو بل سره د نښلولو هڅه وكړې شوه۔ شهيدان زمونږ ملي اتلان دي او د هر يو پاكستاني وګړي په زړه كښې احترام او مينه لري۔ ده ووئيل د 9 مئي پېښو پاكستان ته زيات زيان ورسولو۔ ده ووئيل سياسي مقاصد او عزائم ترلاسه كولو لپاره اختيار كړې شوې داسې غېر قانوني او غېر آئيني چالونه د غندنې وړ دي۔ ده ووئيل د 9 مئی منصوبه بندي كوؤنكي د كوم رعايت مستحق نه دي۔ په 9 مئی چې څه هم شوي په هغې د هر يو پاكستاني زړه خفه دے۔ ده ووئيل د پاك پوځ قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل ټولو سياسي قواؤ ته خواست دے چې راوړاندې شي او پاكستان ته په پېښو چلنجونو قابو موندلو كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړي
د مئي 9 مه نيټه د پاكستان د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده٬ د سينيټ چيئرمين پيغام
مضمون کا ماخذ : quina acumulada