اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيكر راجه پ??ويز اشرف وئيلي دي متحده عرب امارات د پاكستان يواځې ورور هېواد نه بلكه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم شراكت دار دے ، پاكستان او متحده عرب امارات مذهبي، كلتوري او تاريخ خپلولي لري،دواړه هېوادونه د سوكالۍ او سيمه ايز پرمختګ يو شان اهداف لري۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې په پ??كستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم سليم الزابي سره د ملاقات په مهال په خپلو ??برو كښې وكړه۔ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په وده او د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اسپيكر راجه پ??ويز اشرف سفير سره په خپلو ??برو كښې ووئيل پاكستان او متحده عرب امارات خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په شريك مذهب، كلتور او شريكې شراكت دارۍ اډانه دي۔ده ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې دواړه هېوادونه پ??پلو سيمه ايزو او په نړيوالو مسئلو ??ياسي نظريات كښې همغږي لري۔ د متحده عرب امارات سفير اسپيكر راجه پ??ويز اشرف له د پاكستان د قامي اسمبلۍ د مقابلې نه غير په اسپيكر ټاكلے كيدو مباركي وركړه۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس مذهبي، كلتوري او تاريخي خپلولي لري۔ده د دې خبرې پخلے هم وكړو چې متحده عرب امارات معاشي او سماجي څانګې پرمختګ لپاره د پاكستان سره ولاړ دے او عمر ??ه به ولاړ وي
د قامي اسمبلۍ اسپيكر راجه پرويز اشرف سره د پاكستان كښې متحده عرب امارات سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا