اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی سېکترې شاهیرہ شاهد او د پي ټي وي اېم ډي مبشر توقير شاه د پي ټي وي نيوز لېټر په اجراﺀ د پي ټي وي انتظاميې او د نيوز ليټر ادارتي ډلې ته مباركي وركولو سره وئيلي چې د پي ټي وي لخوا د نيوز لېټر اجراﺀ يو مهم سنګ ميل دے۔ د جمعې په ورځ د پي ټي وي نيوز لېټر اجراﺀ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي سېكترې ووئيل چې د پي ټي وي لخوا د نيوز لېټر اجرا يو مهم سنګ ميل دے٬ د دې نيوز لېټر په تيارۍ كښې د پي ټي وي ډلې سخته خواري كړې۔ دې ووئيل د نېوز لېټر اجراﺀ پي ټي وي لپاره لويه كاميابي ده په كومه چې د پي ټي وي ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔ په دې موقعه د پي ټي وي اېم ډي خپل خطاب كښې ووئيل نیوز لېټر د پی ټی وی كتونكو او د پي ټي وي ترمينځه د مضبوط تړون عكاسي كوي او هيله ده چې نيوز لېټر به زمونږ د كتونكو لپاره د معلوماتو قيمتي ذريعه ثابت شي۔ ده د نيوز لېټر اجراﺀ لپاره د پي ټي وي انتظاميې او عملې هڅې ستائلو سره دوئي ته مباركي وركړه۔ په دستوره كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير مرتضی سولنګي د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وزارت نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔
د پي ټي وي لخوا د نیوز ليټر اجراء يو مهم سنګ ميل دے ٬ د اطلاعاتو وفاقي سيكترې شاهیرہ شاهد او د پي ټي وي ايم ډي د پي ټي وي نيوز ليټر اجراﺀ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا