اسلام آباد 23 فروری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئ??لي دي پاكستان د بشري حقونو تحفظ٬ودې او په هېواد كښې د ليبر قوانين په سختۍ سره نفاذ باوري كولو له عزم لري٬پاكستان د ماشومانو او اقليتونو حقونو تحفظ لپاره ګڼ شمېر قانوني او انتظامي اقدامات كړي٬هند د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو كښې ككړ دے ٬اروپ??ئي ائتلاف ته د هندي حكومت لخوا په اقليتونو د ظلمونو نوټس اخستل پكار دي??د دې خيالاتو څرګندونه ده د بشري حقونو د اروپ??ئي ائتلاف خاص استازي ايمون ګلمور سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ??لا??ات كولو ۔د بشري حقونو اروپ??ئي ائتلاف خاص استازي هركلي كولو سره صدر ډاكټر عارف علوي وئ??لي دي پاكستان د خپلو وګړو بن??ادي حقونو تحفظ لپاره ډېر پېشرفت كړے ۔صدر د هندي حكومت لخواد د اقليتونو د حقونو خلاف په خاص توګه په غېر قانوني قبضه كړي مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزۍ د تشويش څرګندونه كړې او په اروپ??ئي ائتلاف زور راوړو چې د هندي حكومت لخوا په اقليتونو د ظلم نوټس واخلي۔ده ووئيل هند د مسلمانانو په نسل كشۍ كښې ككړ دے او په دې لړ كښې ده په ګجرات رياست كښې د مسلمانانو د قتل عام حواله وركړه كوم چې د هندي حكومت په صلاح شوې۔ده ووئيل پاكستان د بشري حقونو تحفظ٬ودې او په هېواد كښې د ليبر قوانين سختۍ سره نفاذ باوري كولو له عزم لري۔په دې موقع ايمون ګلمور وئ??لي دي پاكستان ته په منطقه كښې يو خاص مقام ترلاسه دے او د اروپ??ئي ائتلاف پاكستان سره ډېره ښه شراكتداري لري ۔ده په له ډېرې مودې د لاكهونو كډوالو په كوربتوب د پاكستان ستائېنه وكړه ۔ده ووئيل اروپ??ئي ائتلاف د اسلامو فوبيا مخ نيوے كوي او د دې خبرې باوري كولو لپاره اقدامات كوي چې د كركې ډاډګيرنه ونه شي۔ ??لا??ات كښې په پاكستان كښې د اروپ??ئي ائتلاف سفير اندرولا كمنارا هم ګډون كولو
پاكستان د بشري حقونو تحفظ٬ودې او په هېواد كښې د ليبر قوانين به سختۍ سره نفاذ باوري كولو له عزم لري۔د صدر ډاكټر عارف علوي د بشري حقونو اروپائي ائتلاف خاص استازي ايمون ګلمور سره خبرې
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک