اسلام آباد۔25اپریل (اے پي پي ) پاکستان د امریکې خارجه محكمې د اړخه د بشري حقونو په طریقو په اوسنو كښې جاري کړے د 2023 کنټري رپورټ په واضحه توګه مسترد کولو سره د رپورټ مندرجات غیر منصفانه ، په ناسمه معلومات اډاڼه او د زمكيز حقیقت برعکس ګرځولي ۔ د خارجه دفتر وياندې د اړخه د زيارت په ورځ جاري بیان كښې ووئېل شول د امریکې د خارجه محکمې په دغسې غیر مطلوب راپورونو جوړولو په كليزو مشقونو كښې د معروضیت كمے دے او د دوي په طریقه کار كښې په فطري توګه كمزورۍ موجود دي ۔ د بیان تر مخه راپورونه په نورو هېوادونو كښې په سیاسی توګه په متعصبانه ډول كښې د بشري حقونو فیصله کولو لپاره ډومسټیک سوشل لینز استعمالوي ، د سږ كال راپور كښې د معروضیت کمے او يو ځل بيا د نړيوالو بشري حقونو ایجنډا سیاسي كول دي، دا په واضحه توګه دوه مخيز معیار ظاهروي ٬ دغسې نړيوالو د بشري حقونو خبرو اترو ته زيان رسول دي۔ بیان كښې وئېلې شوي دا خبره ډېره تشویشناکه ده چې په ګرده نړۍ كښې د بشري حقونو صورتحال رامخې ته كولو لپاره په يو راپور كښې غزہ او د هند په مقبوضه جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو سنګینې خلاف ورزۍ ډېر مهم مقامات نظر انداز كړے شوي يا کم کړے شوي ۔ د بیان تر مخه د غزہ تشویشناک صورتحال، انساني مرسته وسله جوړول او 33 زره نه د زیاتو وګرو قتل عام يواځې په سیاسي توګه محرک راپور بس نظر انداز کولې شي، غزہ كښې په روانه نسل کشۍ د امریکې خاموشي د بشري حقونو په اړه د تش په نامه هېواد راپورونو شاته د بيان کړو مقاصدو په خلاف ده۔ بیان كښې وئېلې شوي پاکستان د آئیني فریم ورک او جمهوري اخلاقیات ترمخه د خپلو بشري حقونو فریم ورک مضبوطولو ، د بشري حقونو نړېوالې تګلارې ته وده وركولو او د بشري حقونو په نړيوالو خبرو كښې منصفانه او معروضیت برقرار ساتلو لپاره په خپل عزم ثابت قدم دے ،كه د امریکې په دې مشق كښې شاملول ضروری دي، نو مونږ د امریکې خارجه محکمې څخه دا هيله لرو چې هغه د پیچیدہ مسائل جاج اغستو له د مستعدۍ نه كار واخلي۔
پاکستان د امریکې خارجه محكمې د اړخه جاري كړے د بشري حقونو طریقو په اړه د 2023 راپور مسترد کړو
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado