اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د مذهبی چارو وفاقی وزیر د جنازي لمونځ د اتوار په شپه يوه بجه جامعه مسجد دارالاسلام جی سكس ټو اسلام آباد كښې ادا كړې شوي،د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د هغه جنازه ادا كړه،د مذهبی چارو وفاقی وزیر د اتوار په شپه میریټ چوك څخه سیكرټریټ پلو تللو سره ټرافكي پېښه كښې په حق رسيدلې ؤ، اسلام آباد كښې وفاقی وزیر مفتی عبدالشكور د جنازي په لمونځ كښې سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سید یوسف رضا ګیلانی، مسلم لیګ (ن) فیډرل كیپټل صدر ډاكټر طارق فضل چوهدری ،ایم این اے علی وزیر، سینئر صحافی او اینكر سلیم صافی، د جے یو آئی او نور مذهبی او سیاسی ګوندونو مشرانو او كارمندانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو،دې نه پس د هغه مرے د هغه پلاو نيكه كلي تاجبی خیل اېف آر لكی مروت ته يوړلې شو چرته چې د هغه د جنازي لمونځ د ورځي په 2 بجے ادا كړې شوي-دې څخه وړاندې صدر مملكت ډاكټر عارف علوی ، وزیر اعظم محمد شهباز شریف ، مولانا فضل الرحمان د مذهبی چارو وفاقی وزیر په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي-دې نه علاوه وفاقی وزيرانو ، د قامی او صوبائی اسمبلۍ غړو ،د قامی اسمبلۍ سپیكر او ډپټی اسپیكر ، د سېنېټ چیئرمېن او نورو هم د غم دړد څرګندونه كړي۔
د مذهبی چارو وفاقی وزیر مفتی عبدالشكور د جنازي لمونځ د اتوار په شپه په يوه بجه جامعه مسجد دارالاسلام جی سكس ټو اسلام آباد كښې ادا كړې شوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز