اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي نړيوالې ټولنې له به په كشمير كښې د هندي ظلمونو مخ نيوي او د كرفيو خاتمې لپاره يوازې د غندنې په ځاې موثر اقدامات كول وي۔د ګل په ورځ د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د بشري حقونو نړيوالو ادارو پھ خپلو راپورونو كښې د هند ظلمونه څرګند ك??ي او په ټوله نړۍ د هند ناوړه څيره واضحه كړې خو ضرورت د دې خبرې دے چې په دې اړه په هند نړيوال فشار زيات كړی شي او په هند اقتصادي بندېزونه ولګولې شي۔ده ووئيل په هند كښې د اقليتونو په اړه يوه لويه انسان?? الميه پیدا كېږي چې شدت به يې د ناز?? المان نه هم زيات وي۔ده ووئيل نن د هند ټولې ادارې د هندو انتهاخوښي ګوند بي جے پي او آر اېس اېس ايجنټان جوړ شوي۔پھ هند كښې سېكولرازم دفن شوې او هند انتهاخوښي ف??شسټ هېواد جوړ شوې كوم به چې نه يوازې اقليتونو لپاره بلكې سيمه ايز او نړيوال امن لپاره هم خطر ثابت شي۔ده نړيوالې ټولنې ته غږ وكړو چې په كشمير كښې د بشري حقونو د سرغړونو مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي
نړيوالې ټولنې له به په كشمير كښې د هندي ظلمونو مخ نيوي او د كرفيو خاتمې لپاره اقدامات كول وي۔علي امين خان ګنډا پور
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال