اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد او پېنډۍ په شمول د پنجاب پوټهوهار سيمه، خېبر پختونخوا ګلګت بلتستان او كشمير كښې د تېزو هواګانو او د برېښنا پړقا سره د باران امكان دے۔د موسميات څانګې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او ګړهي ډوپټه كښې تېزو هواګانو او د برېښنا پړقا سره باران شوې او د هېواد په نورو سيمو كښې موسم ګرم او خشك پاتے شوے۔ تر ټولو زيات باران فيصل آباد( جي اېم اے 86 ٬ سټي 42 ٬ علامه اقبال كالوني 40 ٬ګلستان كالوني 33 ٬ ډوګربستي 24 ٬ مدينه ټاؤن 12) ٬ قصور 16 ٬ سرګودها 15 ٬ نور پور تهل 10 ٬ لاهور(ايئر پورټ 7 ٬ سټي 2)اوكاړه 4 ٬ ډي جي خان 3 ٬ بنو 70 ٬مالم جبه٬پټن 6 ٬ بالاكوټ 2 ٬ دروش ٬ مير كهاني٬باچا خان هوائي مېدان يو٬ګړهي ډوپټه 3 او بګروټ كښې 02 ملي ميټر رېكارډ شوې۔د اتوار په ورځ د رېكارډ كړې شوې زيات نه زيات درجه حرارت رپورټ له مخې تربت٬سبي او رحيم يار خان كښې درجه حرارت 41 ډګري سينټي ګرېډ رېكارډ كړی شوې
د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد پشمول بېلو سيمو كښې د باران امكان دې۔د موسمياتو څانګه
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania