اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې عدم اعتماد د جمهوري طريقه كار او سياسي بحران د پارلماني جمهوريت برخه دې خو اوسنې عدم اعتماد بهرنې سازش دے، دستاوېزي ثبوت سينئر خبريالانو او اتحادي نمائندګانو ته د ښودلو پرېكړه شوې ده، غړي دې دا فكر ضرور وكړي چې ھغوي د پاكستان په ضد د كوم نړيوال سازش برخه جوړ نه شي، اي پاسپورټ به پاکستان كښې د سېلګرۍ ودې او د تاركين وطن لپاره يو لوے سهولت وي، د پاکستان د سباٶن دارومدار په سېلګرۍ دې، مونږ سېلګرۍ ته د صنعت درج?? وركړې ده۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو پ?? ورځ په اسلام آباد كښې د اي پاسپورټ پرانستې په موقع خپل وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم داخله وزارت او نادرا ته د دې سهولت په پېل كولو مباركي وركولو سره ووئيل په نړۍ كښې ټيکنالوجۍ د اولس پ?? ژوند كښې آسانۍ پېدا كړې دي٬ دې سره د كرپشن خاتمه شوې۔ وزيراعظم په دې موقع د اي پاسپورټ پرانسته هم وكړه او داخله وزير شېخ رشيد احمد په دستوره كښې د وزيراعظم عمران خان هركلے وكړو
عدم اعتماد بهرنې سازش دے، دستاوېزي ثبوت سينئر خبريالانو او اتحادي نمائندګانو ته د ښودلو پرېكړه شوې ده، غړي دې دا فكر ضرور وكړي چې ھغوي د پاكستان په ضد د كوم نړيوال سازش برخه جوړ نه شي۔ د وزيراعظم عمران خان د اي پاسپورټ پرانستې په موقع وېنا
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت