پینډي 13 اکتوبر (اے پي پي)د اسلامي جمهوريه ايران د وسله والو ځواكونو مشر چيف آف جنرل سټاف ميجر جنرل محمد باقري د يو ا??لٰی كچ پلاوي سره د پېنډۍ جنرل هېډكوارټر دو??ه كړې ۔جي اېچ كيو ته په رسېدو د پاك پوځ چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔په دې موقع ده د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادر خپور او د پاكستان شهيدانو لپ??ره يې دعا وكړه۔د دې نه پس د ايران چيف آف جنرل سټاف د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات وكړو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس ??ي آر)له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال٬په سيمه ايزه سلامتيا او بارډر منيجمنټ په خاص توګه د ايران په پوله د ازغن تار لګولو پشمول په ځينو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دغسې دو??ړه دفاعي مرستې زياتولو لپ??ره په ګډه د كار كولو او د ترهه ګرۍ شريك دښمن په ضد شريك ردعمل ته صلاح شول ۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان او ايران دوه وروڼه هېوادونه دي او د سيمه ايز امن او ا??تحكام لپ??ره زمونږ نزدې اړيكې ډېرې ضروري دي۔د پلاوي په كچه د غوندې په مهال د ايران پلاوي د يو جامع سيمه ايزې سلامتيا جائزه او د آپرېشنل اپ ډېټ نه علاوه د پاك پوځ تربيتي نظام پشمول د ملګرو هېوادونو سره د مرستې او د شريكو پوځي مشقونو كولو په اړه بريفنګ وركړو٬ دغسې د ايران چيف آف جنرل سټاف په خاص توګه د ترهه ګرۍ او تربيي څانګو كښې د پوځي او عسكري اړيكو لا مضبوطولو خواهش څرګند كړو
د ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف ميجر جنرل محمد باقري د خپل پلاوي سره د جي اېچ كيو دوره٬د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔