اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د صوماليې د كورنيو چارو وزير احمد معلم فګي په مشرۍ كښې د پاكستان په دورې راغلې پارلي??ان?? پلاوي د جمعې په و??ځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او صوماليه ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل پاكستان او صوماليه د يو بل سره مذهبي٬د مينې او وروورلۍ خپلولۍ لري او د پاكستان اولس د صوماليه اولس سره نز??ې تعلق لري۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د پارلي??ان?? غړو تګ راتګ سره به د دواړو هېوادونو پارلي??ان?? غړي د يو بل تجربو څخه استفاده وكړي۔د صوماليه و??ير احمد معلم فګي احمد په پاكستان كښې په تود هركلي كولو د حكومت او اولس مننه وكړه۔ده ووئيل صوماليه پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او د صوماليه اولس هم د پاكستانيانو سره په زړه پورې مينه لري۔ده ووئيل د صوماليه پارلي??ان?? غړي د پاكستان د پارلي??ان?? غړو تجربو څخه استفاده كول غواړي
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د صوماليه وزير احمد معلم فګي په مشرۍ كښې د پارليماني پلاوي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر