د سي پيك په شان د قامی نوعیت په پرمختيائي پروژو بايد ټول اسټيك هولډرز د سیاست نه غير كار وكړي۔وزیراعظم شهباز شریف


لاهور 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې چین پاکستان خپلو كښې پخوانۍ ملګرتيا لري كوم چې هر سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړي، د سي پيك په شان د قامی نوعیت په پرمختيائي پروژو بايد ټول اسټيك هولډرز د سیاست نه غير كار وكړي ۔ د وزیراعظم میډیا آفس پرېس ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خبريالانو پلاوي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف سره د چین سرکاری ادارې ’’چائنا پبلك ډپلومیسی اېسوسي اېشن ‘‘ په بلنه د چین سرکاری دورے څخه بيرته راغليو خبريالانو 7 كسيزه پلاوي د اتوار په ورځ لاهور كښې ملاقات وكړه۔وزیراعظم ووئيل د چين اوسنۍ دورې په مهال زه د چين قیادت او چین اولس د اړخه په مثالی ميلمستيا د هغوې مننه كوم،د چين دورې نه پس په مفاهمتی یادداښتونو او لوظنامو د پیش رفت پخپله څارنه كوم۔وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د چين وګړو امنيت لپاره به ټول اقدامات باوري كولې شي۔ده ووئيل د چین په شان د پخوانو ملګرو سره په اړيكو د سیاست کولو هيڅ ډول ګنجائش نشته ، سي پيك په نورو پړاؤونو په تندۍ سره عملدرآمد روان دے۔ وزیرِ اعظم ووئيل د چين پوهانو د پاکستان اوسنۍ دورې په مهال بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو كښې مثبت پیش رفت شوې۔ ملاقات كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطا اللہ تارړ هم موجود وو۔پلاوي كښې د دنیا نیوز سلمان غنی، عامر میر، هم نیوز شیراز حسن، روزنامه جنګ خضر حیات ،د ډان نیوز خالد حسنین، د جیو نیوز اعظم ملك او پاکستان ټیلی ویژن مطیع الرحمان شامل وو۔د پلاوي غړو وزیراعظم د چين خپلې دورې په مهال د تجربو او پاك چين اړيكو په اړه د خپلو خیالاتو څخه خبر كړو۔پلاوي د وزیراعظم په مشرۍ كښې د حکومت په کاروبار او سرمایه کار دوست پالیسو هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ د پلاوي ګډون كونكو ووئيل د چين اوسنۍ دورې په مهال د چين عهدیدارو سره په ملاقات كښې د چین پاکستان معاشی شراکت دارۍ په اړه عمومی اوسي پيك په اړه ښه تاثر ترلاسه شوے۔