اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران ??ان وئيلي دي تاجکستان ??ره د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې٬ د منطقې پرمختګ او امن لپاره د افغانستان ??خړې سوله ايز سياسي حل ضرورې دے ٬ د ماحولياتي خيرنوالي په معامله به پاكستان ??و تاجكستان په ګډه غږ پورته كوي، د هند په كشمير كښې د پنځم اګست اقدامات د منطقې ??من لپاره خطري او د پرمختګ په لاره كښې خنډان ??ي۔ د شورو په ورځ د تاجکستان ??در امام علي رحمان ??ره شريك خبري كنفرنس ته وزيراعظم عمران ??ان ووئيل د تاجکستان ?? صدر هركلے كوم ٬ ھغوي د دې نه وړاندې هم پاكستان ??ه راغلي وو ۔ وزيراعظم ووئيل زما او د تاجکستان ?? صدر د زېږون نېټه يوه ده٬ مونږ نن په يو شمېر چارو خبرې كړي چې پكښې تجارت د ټولو نه مهم دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت?? اړيكو ودې لپاره په اېم او يوز لاسليك شوے چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت?? اړيكې زياتې شي٬ ګوادر څخه هم تاجكستان ??شپړه استفاده كولې شي او دې سره به زمونږ د شريك تجارت اړيكې لا مستحكمې شي۔ وزيراعظم عمران ??ان ووئيل د تعليم، كلتور او د دفاع په څانګو كښې په اېم او يوز لاسليك شوے٬ تاجکستان ?? پاکستان په جوړېدونكې وسله كښې هم خوښي لري٬ مونږ به د دفاع په څانګه كښې هم خپلې اړيكې زياتوٶ او په دې لړ كښې به نورې خبرې هم كېږي۔ وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه يو ډول چېلنجونو سره مخ دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي رابطو ودې لپاره په افغانستان كښې امن ډېر اهميت لري٬ مونږ دا اندېښنه لرو چې كه د افغانستان ?? مسئلې سياسي حل نه راوتو په صورت به مونږ هم وځپلے شو او منطقې ??ره زمونږ تجارت به هم متاثره شي او ترهګري به هم زياته شي ۔ده ووئېل افغانستان څخه چې كوم ترهګر دلته په راتللو پناه اخلي د ھغوي شمېره هم زياتېدې شي٬ تاجکستان هم دا اندېښنې لري او دې لپاره دواړو هېوادونه دا خواهش لري چې كله افغانستان څخه غير ملکي پوځ ستون شي نو چې هلته يو سياسي حكومت جوړ شي كوم چې به د اړي ګړي لار ونيسي او امن به راشي۔ده ووئېل نړيوالې مرستې سره په افغانستان كښې سوله ايز سياسي حل ضرورې دے ٬ د تاجکستان ??در سره په دې لړ كښې خبرې شوي ۔ وزيراعظم ووئيل درېم چېلنج چې دواړو هېوادونو ته رامخې ته دے ھغه د ماحولياتي بدلون دے٬ دواړه هېوادونه د ګلېشيئر په اوبو اړه لري۔ وزيراعظم ووئيل د تاجکستان ??در ما ته ووئيل زمونږ يو زر ګلېشئېر ويلي شوي او زمونږ هم اتيا فيصده اوبه د ګليشئېر نه راځي او ګلوبل وارمنګ څخه د كاربن اخراج څخه ماحوليات سخت خطر سره مخ دے۔ده ووئېل ګردې نړۍ له به په ګډه د ګلوبل وارمنګ لاره نيولو لپاره اقدامات كول وي٬ مونږ په دې حقله هم د خيالاتو څرګندونه كړې او په ګډه به غږ پورته كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په منطقه كښې د موجود موقعو څخه هله استفاده كېدې شي كله چې په منطقه كښې امن وي٬ هند په پنځم اګست كال 2019 د كشمير په اړه يو اړخيزه اقدامات كړي ٬ كومه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او نړيوال قوانين خلاف ورزي ده او ځكه هند سره تجارت?? اړيكې د پنځم اګست اقداماتو تر بېرته اخستو نشي قائمېدے ٬ هندي اقدامات د منطقې ??من لپاره خطر لري۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان لوي ستراتېژكي اهميت لري ٬ پاكستان ټولې سيمې كنېكټ كولې شي٬ د هند رويې په سبب د ټولې منطقې پرمختګ ځپلے كېدے شي۔ ده ووئيل د تاجکستان ??در سره د اسلامو فوبيا په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ده ووئيل د اسلامو فوبيا له امله مسلمانانو ته په خاص توګه لويديز كښې غټې ستونزې رامخې ته دي٬ د اسلامو فوبيا د ټولو نه لوي سبب د آزادۍ د اظهار په لمن كښې د حضرت محمد په شان كښې ګستاخي او اسلام ترهګرۍ سره تړل دي ۔ وزيراعظم ووئيل كال 2025 به د ګليشيئرز ويلې كېدو په اړه د شعور بېدارولو او د تحفظ د كال په توګه لمانځلے شي۔ وزيراعظم ووئيل تاجکستان ??ره د کرپشن مخنيوي لپاره د اداره جاتي مرستې پحقله هم خبره شوې۔د ملګرو ملتونو ادارې راپور له مخې هر كال زر اربه ډالره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو څخه پرمختللې هېوادونو ته منتقل كېږي٬ د کمزوري ليګل سسټم له امله د غريبو هېوادونو دولت د لوټ كولو نه پس شتمندو هېوادونو ته منتقل كېږي٬ په دې لړ كښې اقدامات ته اړتيا ده۔ په دې موقع د تاجكستان ??در امام علي رحمان ووئيل زه د دورې په بلنه او په تود هركلي كولو د وزيراعظم عمران ??ان مننه كوم٬ نننے ملاقات په ډېر خوشګوار ماحول كښې شوے او دې سره به شريكه همكارۍ لا زياته شي٬ د پلاويو په كچه تعميري خبرې شوي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې او د دوستۍ اړيكې زياتې شي۔ ده ووئيل پاكستان ??ره زمونږ اړيكې د دوستۍ او په شريك اعتماد اډانه دي٬ تاجکستان پاکستان ??پل مهم ورور هېواد ګڼي٬ پاکستان سره د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې له خوښي لرو۔
تاجکستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې٬ چې پكښې تجارت د ټولو نه مهم دے۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا