اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) وز??راعظم محمد شهباز شریف د سوات پتنئی سيمه كښې د اوور وژلو لپاره د دوه چورلكو وركولو امر كړې دې۔ د اتوار په ورځ د وز??راعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) په خواست وز??ر اعظم محمد شهباز شریف د سمدستي كاروائي كولو امر كړې دې۔ ضلعی انتظامیې، د ځنګلو محكمې او ریسكیو 1122 په ګډه تحصیل بابوزئی پتنئی‘مینګوره كښې د اوور وژلو كښې بوښت دي، د خشك موسم ??و تيزې سيلۍ له امله لګيدلې اوور نور خپريدو څخه بچ كولو لپاره دوه چورلكې غوښتلې شوې وي۔ وز??راعظم د خېبرپښتونخوا ضلعی انتظامیې او معاون ادارو خواست په سمدتي توګه منظورولو سره د اوور وژلو سپارښتنه كړې۔ وز??راعظم سپارښتن?? ګړې چې د اوور وژلو لپاره دې فضائی مرسته په سمدستي توګه وركړې شي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز