اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ افتتاحې غونډه (نن) د زيارت په ورځ سهار د پارلمان په ودانۍ كښې رابللې شوې چې پكښې به د قامي اسمبلۍ نوي ټاكليش شوي غړي سوګند پورته كوي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ لخوا د جاري اعلاميه له مخې د پارلماني چارو وزارت وئيلي دي وزيراعظم د قانون او انصاف وزارت څخه د قانوني رائے اغستو نه وروستو پرېكړه كړې چې د آئين د آرټيکل 91(2) له مخې د قامي اسمبلۍ نوو ټاكلے شوو غړو د سوګند اغستو غونډې له انتظامات وكړئ٬ د قامي اسبملۍ غونډه به نن د زيارت په ورځ سهار لس بجې د پارلمان په ودانۍ كښې كېږي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا