لاهور۔6مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هېواد د تعليم نظام به د نوي دور د غوښتنو سره سمول وي٬ سباؤن د انفارمېشن اېنډ ټېكنالوجي او مصنوعي ذهانت په څير سائنسي څانګو كښې د پرمختګ سره تړلے دے٬ د زده كړو ادارو او د صنعت ترمينځه په زړه پورې تعلق به نه يواځې ځوانانو ته د مناسب روزګار موقعې په لاس وركړي بلكې دې سره به د صنعتي پرمختګ امكانات هم رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټېکنالوجی دورې په موقع خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع اولنۍ مېرمن ثمينه عارف علوي ٬ د فېكلټۍ غړي ٬ ډينز ٬ ډائرېكټرز ٬ هېډ آف ډيپارټمنټس او خصوصي ماشومان هم موجود وو۔ صدر مملكت ووئيل مونږ له به خصوصي ماشومانو ته پان لرنه كول وي٬ زمونږ په ټولنه كښې د محرومه وګړو تناسب 10 فيصد دے٬ مونږ بايد دوي ته د عزت په نظر اوګورؤ دغسې چې دوي د محرومۍ احساس سره مخ نه شي۔ ده ووئيل یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټېکنالوجی د خصوصي ماشومانو د زده كړو په مېدان كښې د پروموټ كولو يو غوره ګام پورته كړے ۔ صدر مملكت ووئيل په پاكستان كښې د مخصوص وګړو لپاره ټاكلې كوټه بايد زياته كړې شي۔ ده ووئيل يو رياست لپاره دا ضروري ده چې هغه هر وګړي ته د روغتيا ٬ زده كړو او روزګار آسانۍ وركړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې يواځې 9 فیصده ماشومان هائیر ایجوکېشن ته ځي ٬ دا شمېره به 25 فيصده ته رسول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په نړۍ كښې خپل مقام جوړولو له علم او هنر سره سره ځان په معاشي توګه هم مضبوطول وي۔ ده ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجي نړيوال حركيات بدل كړي۔ په دې تناظر كښې پاكستان لپاره ضروري ده چې په سائنسي توګه د پرمختګ كړو نړيوالو ماركيټونو ضرورت سره سمون لرونكي تعليمي اصلاحات وكړې شي۔ دې نه وړاندې صدر ډاكټر عارف علوي د یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټیکنالوجی بېلو څانګو معائنه وكړه۔ په دې مهال صدر مملكت ته په پوهنتون كښې د بېلو پروګرامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ صدر د سپېشل سټډي دوره هم وكړه او دغلته يۍ د خصوصي ماشومانو د لاس د جوړو كړو څيزونو ستائنه وكړه۔
د تعليم نظام به د نوي دور د غوښتنو سره سمول وي٬ مونږ له به خصوصي ماشومانو ته خاص پام لرنه كول وي٬ ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی