اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي ﴿ن)ليګ”د اخستلو يا يرولو”په لګلاره عمل كوي٬ (ن)ليګ او پي پي پي جعلي اكاؤنټس نېټ وركس جوړ كړي ٬په اربونو روپۍ د ټي ټيز د لارې د شهباز شريف او د هغه د اولاد اكاؤنټس ته تلي٬د شهباز شريف كيسونو اورېدنه دې اولس ته نيغه په نيغه وښودلې شي٬درې وارې وزيراعظم پاتې كېدونكے كس وائي چې زما په بچو د پاكستان قانون نه لاګو كېږي٬نواز شريف په خپل عاليشان محلات كښې ملاقاتونه كوي او وائي چې دا زما كور نه دے٬شهباز شريف چې ك??ه وزيراعلٰی شو نو هغه د ځايې حكومتونو نظام ختمولو سره وسائل خپل ځان سره وساتل٬ټوله پيسه شهباز شريف اينډ كمپني پخپل اكاؤنټس كښې جمع كوله٬عدليې ته خواست دے چې د شهباز شريف د كيسونه اورېدنه اولس ته نيغ په نيغه اوښائي۔وزيراعظم عمران خان د دې نظام خاتمه غواړي٬ځكه هغه د بااختياره ځايې حكومتونو نظام رامخې ته كولو پريكړه كړې۔د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل وزيراعظم عمران خان د بااختياره ځايې حكومتونو نظام رامخې ته كولو پريكړه كړې٬د دې څخه وړاندې ك??م هم حكومت دا ډول نظام نه دے وركړے چې پكښې په ځايې كچه خلق بااختياره كړ?? شي۔ده ووئ??ل د 18م بدلون د لارې اختيارت د وفاق نه صو??و ته منتقل كړے شوي خو د صو??و څخه ضلعو ته اختيارات نه دي منتقل شوي٬نن د دغې په وجه په ښو ښارونو كښې مسئلې رامخې ته دي٬ ده ووئېل صو??ائي حكومت كراچۍ ته د هغوي برخه نه وركوي٬نورو ښارونو ته هم د دغې په وجه ستونزې ورمخې ته شوي ځكه چې هغوي ته خپله برخه نه ترلاسه كېږي۔ده ووئ??ل د پاكستان تحريك انصاف حكومت چې د ځايې حكومتونو كوم نظام راولي د هغې د لارې به نه يوازې نېشنل فنانس كمېشن څخه پيسه صو??و ته بلكې صو??و څخه به سيمو ته هم منتقل كېږي٬ ده ووئېل د دې نظام د لارې به ميئر نيغ په نيغه منتخب كېږي كوم به چې خپله ضلع چلوي٬هم دا نظام په نيويارك٬لندن او پيرس كښې چلېږي۔چوهدري فواد حسېن ووئ??ل د بده مرغه د سندھ حكومت يو ځل بيا خپل خلق د دې حق څخه محروم كړي٬د سندھ حكومت د سندھ خلكو ته د صحت كارډ او راشن كارډ پشان آسانۍ هم نه دي وركړي او د لوكل ګورنمنټ په بنيادي اصلاحات كښې هم د سندھ حكومت برخه نه ده اچولې٬د دې چې څومره غندنه وشي لږه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل شهزاد اكبر زبردست كار ك??ے٬??ه سختو حالاتو كښې هغه كرپټ خلق بې نقابه كړي٬شهزاد اكبر به د پي ټي آئي كور كمېټۍ غړي په توګه خپل كار روان ساتي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئ??ل د ميئرز په معامله صو??ائي قيادت كار كوي٬ د راتلونكې ګل په ورځ به وزيراعظم ته فهرست وړاندې كړ?? شي٬په لويو ښارونو كښې به د ميئرز معامله ډېر زر حل شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئ??ل د شهزاد اكبر په ځاے وزيراعظم چې ك??ه نوې نامه فائنل كړي مېډيا به خبره كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان جسټس عائشه ملك ته د سپريم كورټ جج په حېث تعيناتۍ مباركي وركړې۔په پاكستان كښې د مېرمنو خپلواكۍ په اړه دا تاريخي اقدام دے٬د مېرمنې جج سپريم كورټ ته راتګ د نوې پاكستان رنګ دے٬كوم چې نن ليدلے كېږي۔
﴿ن)ليګ”د اخستلو يا يرولو”په تګلاره عمل كوي٬په اربونو روپۍ د ټي ټيز د لارې د شهباز شريف او د هغه اولاد اكاؤنټس ته تللي٬د شهباز شريف كيسونو اورېدنه دې اولس ته نيغه په نيغه وښودلې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل