باجوړ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د خیبر پښتونخوا خلقو ته د روغتیا کارډونو ورکولو پریکړه خوشبينه او لوے ګام دے. پخوانو واکمننو هیواد د پور لاندې راوستے او په لوټ مار كولو ئې لندن كښې مانړۍ جوړې كړي ۔ د سترو لارو جوړولو سره به سیمه کښې د سېلګرۍ او او سوداګرۍ فرصتونه زيات شي۔ د باجوړ خلق به په افغانستان کښې د سولې له مثبتو اغیزنو څخه ګټه پورته كړي۔ ده د ګل په ورځ باجوړ كښې قبائلي مشرانو ته خطاب كولو۔ وزیراعظم ووئيل په كال 1992 كښې زه په اولني ځل دې سيمې ته راغلے ووم كله چې ما د قبائلي سيمو او اولس په حقله كتاب ليكلو۔ د پاكستان كوم سياستدار شايد زما نه زيات قبائلي سيمې نه پېژني۔ وزيراعظم ووئيل كه چرې قبائلي سيمې په خيبرپښتونخوا كښې ضم شوې نه وې نو د پرمختګ پ?? سيالۍ كښې به وروستو پاتې شوې وې۔ ده ووئيل زه د سيمې د خلقو د ستونزو نه خبر ووم۔ روزګار لپاره د قبائلي سيمې خلق به دبئي ٬ سعودي عربستان او كراچۍ ته تلل۔ وزيراعظم ووئيل د سړکونو جوړول به ارتباط ښه کړي او دغه سیمې به ?? هیواد نورو برخو سره وتړلې شي ۔ ، سوداګري به اسانه او كارخانې به ولګولې شي ځکه چې د سړکونو نشتوالي له امله دلته رارسېدل ګران وو. ده ووئېل مونږ به په قبایلي سیمو کښې تعلیم عام كړؤ او خلقو ته به مهارتونه وښايؤ دغسې چې هغوي د روزګار كولو جوګه شي۔ وزيراعظم ووئيل په تعلیم کې د پسمانده پاتې کېدو له امله قبایلي خلق د پرمختګ پ?? زغل كښې پاتې راغلي ۔ دوی به تعلیم لپاره ?? هیواد بېلا بېلو برخو ته تلل۔ده ووئېل اوس زمونږ هڅه ده چې دا سیمې پرمختګ وكړي او دلته سړکونه جوړ او كارخانې ولګولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي او د دې بریا مثبت اغیز به هم دې خلقو ته ګټه ورسوي.افغانستان او منځنۍ آسيا سره رابطې به پياوړې شي ا?? خوشحالي به راشي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل پاكستان به د مدينې په ډول يو فلاحي رياست جوړ كړے شي چرته به چې د كمزورې طبقې خيال ساتلے شي۔ ده ووئيل تعليم ٬ هنر او روزګار سره به د دې سيمو اولس سوكاله شي۔ ده ووئيل په پولو به ماركيټونه جوړولې شي دغسې چې قاچاق ختم كړے شي او سوداګري وده ومومي۔ ده ووئيل د رابطو بهترۍ سره به قبائلي سيمو ته رسنه ښه شي او د نړۍ خلق به دې سيمو ته سېل له راځي۔ دغسې سېلګري او سوداګرۍ به بې وزلي كمه كړي۔ ده مومندو نه تر باجوړ د سترې لارې جوړولو لپاره د فنډز په وركولو د متحده عرب امارات مننه هم وكړ
د وزيراعظم عمران خان قبائلي مشرانو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج