ليه 13 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) نائب صدرې ??ري?? نواز وئيلي دي مسلم ليګ (ن) د ګرانۍ خاتمې او اولس ته د ريليف وركولو عزم لري، په مونږ د اولس خدمت قرض دے٬ ?? جولائي په 17مه نيټه د پنجاب مقابله د پنجاب دښمن فتنه خان سره ده، وزيراعظم محمد شهباز شريف به ډېر زر د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي اعلان وكړي ٬ د پنجاب وزيراعليٰ حمزه شهباز د صوبې بې وسه وګړو لپاره د سل يونټس برېښنا وړيا وركولو اعلان كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ليه چوك اعظم كښې اولسي جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې د جلسې ګډون كوٶنكو ته ووئيل د ليه د اولس پور به د سيمې د خدمت د لارې بېرته ستنووم، د اولس د ولولې نه اندازه لګي چې د جولائي په 17مه نيټه به ليه كښې شېر كاميابېږي۔ دې ووئيل د مسلم ليګ (ن) مقابله د ??خو??ني حكومت پرېښې ګرانۍ سره ده، د (ن) لي?? مقابله کرپشن، نااهلۍ، نالائقۍ او د بېروزګارۍ سره ده، دې ووئېل د ازمري مقابله فتنه خان او د ھغه فساد او اړي ګړي سره ده۔ د دې نه وړاندې د ??ري?? نواز جلسه ګاه ته په رسېدو كاركنانو د هغې تود هركلے وكړو، دغسې ??ري?? نواز جسله ګاه ته په رسېدو د آتشبازۍ مظاهرې مشاهده هم وكړه
مسلم ليګ (ن) د ګرانۍ خاتمې او اولس ته د ريليف وركولو عزم لري، په مونږ د اولس خدمت قرض دے٬ هېڅ كله به تاسو مايوسه نه كړو، د مسلم ليګ (ن) نائب صدرې مريم نواز په ليه كښې جلسې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری