اسلام آباد 15 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي تحريك انصاف او اتحادي ګوندونه د ايوان چلولو لپاره كورم او د سېنېټ په الېكشن كښې اكثريت لري٬ د سېنېټ ټاكنې مارچ يا دې څخه وړاندې كيدې شي ٬ كه د سندھ اسمبلی نه هم وي نو د سېنېټ ټاكنې به كيږي ٬ مریم د آمرانه او غیېر جمهوری سوچ لرونكې مېرمن ده٬ د خپل پلار د ذهن عكاسي كوي ٬ د سېنېټ ټاكنې د شو آف هینډ سره كولو لپاره آئینی بدلون یا کوم متبادل حل له د سپریم کورټ څخه لارښوونه به تر??اسه كولې شي ٬ وفاقی کابینې د این اېف سي او وفاق څخه د وركړے كېدونكې فنډز د استعمال میکنزم جوړولو تجويز وركړے ٬ مریم نواز ‘مولانا فضل الرحمان غیر منتخب كسان دي هغوي څنګه د ټاكلې وزیراعظم څخه غوښتنه كوي چې استعفی وركړي٬ د هغوي غوښتنه ملنډه ده ٬ پی ډی اېم د ناکامه جلسې نه پس په يو بل تورونه لګوي٬ اختلاف په ډاګه شوي چې ټول يو موټې نه دي ‘ اچکزئی لاهور كښې ‘نوازشریف ګوجران??ال?? كښې ‘ انس نورانی بلوجستان كښې او د صفدر په کراچۍ كښې ایجنډا د ټولو په وړاندې ده۔ بايد د هیلتھ ورکرز سره سره میډیا او نورو ادارو ډیوټی كوونكو له هم په ترجیحی بنیادونو ویکسین وركړے شي۔ ده د نهې په ورځ پی آئی ډی كښې د وزیراعظم ??مران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بریفنګ وركولو۔ وفاقي وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل کابینې له اټارنی جنرل آف پاکستان د سېنېټ ټاكنو د قانون په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے۔ د سیکرټ بیلټ په ځاے په اوپن ووټنګ بحث شوے ۔کابینه خبر كړ?? شوې چې آئین كښې د اوپن بیلټ په ظاهرولو کوم ممانعت نشته۔کابینې پريكړه وكړه چې په دې لړ كښې به د آئین آرټیکل 186 تر??خه اټارنی جنرل د لارې سپریم کورټ كښې ریفرنس دائر کولے شي۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د ټاكنو لپاره قانونی اصلاحات يو مقصد دے او هغه ټول عمل سپېځلے جوړول دي۔ ټولو سياسي ګوندونو سره په دې لړ كښې خبرو اترو له دروازې عمر له پرانستي پرتې دي۔ خپل بريفينګ كښې وفاقي وزير ووئېل د خزانې وزارت کابینې له د وفاق د اړخه صوبو له بيل كړ?? شوي فنډز په اړه په تفصیلی توګه بریفنګ وركړو۔کابینه د صوبو د خپلو مالی وسائلو په اړه خبر كړ?? شوه۔ کابینه خبر كړ?? شوه چې 7م قومی مالیاتی کمیشن ایوارډ تر??خه 42.5% وفاق او 57.5% صوبو له وركولې شي۔ دا ووئيل شول چې مالی كال 192018- كښې د وفاق د اړخه صوبو له 2.4 ټریلیونه روپۍ وركړې شوي او دې مالی كال كښې صوبو د خپلو وسائلو څخه 496 بلیونه روپۍ تر??اسه كړي۔ دغسې مالی كال 202019- كښې وفاق صوبو له 2.6ټریلیونه روپۍ وركړې او صوبو 524 بلیونه روپۍ د خپلو وسائل څخه تر??اسه كړي۔ د مالی كال 21-2020 وړومبنو 5 مياشتو كښې تر اوسه وفاق صوبو له 1.06ټریلیونه روپۍ وركړي دغسې د دې مودې په مهال صوبو 226 بلیونه روبۍ د خپلو وسائلو څخه تر??اسه كړي۔کابینې ته ووئيل شول صوبو له د دې نه علاوه وفاق امن او عامه ،قدرتی آفتونو،صحت،تعلیم،احساس پروګرام او پرمختيائي منصوبو په لړ كښې هم روپۍ وركړي۔ كابېنې ته ووئيل شول وفاق صوبو له سماجی تخفظ لپاره برېښنا ،ګاز ، د ضروري څيزونو په لړ كښې سبسډی هم وركوي۔ ډاکټر ثانیه نشتر كابينه د احساس كفالت پروګرام له مخې د پېسو وركولو٬ د احساس نېشنل سوشیو اکنامك سروے او د وزیراعظم کووېډ-19 ریلیف فنډ د تفصيلاتو نه خبره كړه۔ كابينې ته ووئيل شول په پخوانۍ سماجي او د غربت د تخفيف په سروے كښې زياتې غلطۍ وې او ابهام موجود ؤ چې په سبب ئې غېر مستحقو كسانو ته ادائيګۍ شوې٬ دا مهال نوې سروے بشپړېدونكې ده كومه چې په جديد ډيجيټل بنيادونو كور په كور كېږي۔ خاص مرستيالې ووئيل احساس پروګرام له مخې به 70 لکھ كسانو ته نغده مرسته وركولې شي چې پكښې تر اوسه 23 لكه كسانو ته روپۍ وركړې شوي ۔ كابنيې ته ووئيل شول 31,543 غېر مسحق كسان د ډېټا بېس نه بهر كړ?? شوي۔ وزیراعظم ??ه د کوویډ-19 ریلیف فنډ په اړه ووئيل شول چې نړيوال ډونرز په دې فنډز كښې 1.081 اربه روپۍ وركړي شوي او ځائي ډونرز 3.805 اربه روپۍ عطيه كړي٬ دا مهال په دې فنډ كښې 4.805 اربه روپۍ جمع شوي۔ د وزیراعظم ??پارښتنې له مخې خاص مرستيالې د خپل اړخ نه دا روپۍ 24.43 اربه روپو ته رسولي ۔ کابینې ته ووئيل شول د دې فنډ څخه پېسې په سپيځلې ډول وركړے كېږي او دې فنډ څخه تراوسه 20 لكه كسانو ته اېمرجنسي كېش وركړے شوے ۔ وزیراعظم ??مران خان ووئيل احساس پروګرام د حکومت لويه كاميابه ده چې تائيد ئې نړيوالې ادارې هم كوي۔ وزیراعظم ??ياته كړ?? چې د هېواد څخه د غربت خاتمه زما مشن دے۔ وزیراعظم ??وبائي حكومتونو او د اسلام آباد انتظاميې ته امر وكړو چې د كرونا وباء له مخې بې وسه رېړه لګوونكو لپاره د بازار لګولو جاج واخلئ دغسې چې د دوي روزګار ونه ځپلے شي۔ کابینه د میټروپولیټن کلب اسلام آباد استعمال لپاره د جوړې كړ?? کمېټۍ رپورټ په اړه هم خبر كړ??
تحريك انصاف او اتحادي ګوندونه د ايوان چلولو لپاره كورم او د سېنېټ په الېكشن كښې اكثريت لري
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز