اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف ته د ډېره اسماعيل خان دورې په مهال په چورلكه كښې په پرمختيائي منصوبو بريفنګ وركړے شوے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ته د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په پرمختيائي منصوبو بريفنګ وركړے، د سي پېك د لوېديز روټ پحقله هم وزيراعظم خبر كړے شو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل ډي آئي خان او ميانوالي مهمې سيمې دي ٬ دا د پرمختګ په زغل كښې شاملول دي۔ ده ووئيل د سي پېك لوېديز روټ د لارې به دا سيمه د خوشحالۍ سره مخ شي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام