نيويارك 17 مئي (اے پي پي) پاكستان فلسطينيانو سره د يووالي او د بشپره ملاتړ څرګندونه كړې ا?? په غزه كښې په فلسطينيانو د اسرائيل د اوسني تشدد د غن??نې بيان نه جاري كول ئې افسوس ناك ګرځولي دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د غړو هېوادونو سفيرانو بېړنې غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا دردوونكې پېښه اروپائي نړۍ په ټېلي وژن ليدلې۔ د نړيوالې ټول??ې په وړاندې په فلسطينيانو ظلم شوے او سلامتي كونسل د امريك د مخالفت له امله د غن??نې بيان جاري نه كړې شو۔ د او آئي سي د غړو هېوادونو سفيرانو د?? غونډه د تركيې په خواست بنګله دېش رابللې وه۔ بنګله دېش په دې ورځو كښې د او آئي سي د وزيرانو د كونسل مشر دے۔ د پاكستان استازې د فلسطيني اولس مشر محمود عباس لخوا سږ كال د امن كنفرنس رابللو د غوښتنې ملاتړ هم وكړو۔ د يادونې وړ ده چې اسرائيل د ګل په ورځ په احتجاج كوونكو فلسطينيانو ډزې كولو سره 60 فلسطينيان شهيدان او 2 زره 700 ژوبل كړي وو
پاكستان فلسطينيانو سره د يووالي او د بشپره ملاتړ څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ