اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير شخړی هواري له د امريكې د كردار اهميت رامخې ته كولو سره هيل?? څرګنده كړې چې د اولس مشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې به د امريكې نوې انتظاميه د كشمير مسئلې حل له فعاله معاونت ترسره كړي ٬كومه چې د سوئېلي آسيا د امن لپاره لويې خنډ دے۔ده دا خبره د اے پي پي خاص نمائنده زاهد حميدي سره وزيراعظم هاؤس كښې خاص مركه كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل د كشمير په اړه امريكا مهم كردار ترسره كولې شي كوم چې تراوسه نه دې ترسره كړی شوې ۔ده ووئيل د امريكې پشمول ټوله نړۍ د دې شخړې له امله نړيوال امن ته او د سيمې استحكام ته د پیښ خطر څخه خبر د??۔د?? ووئيل د كشمير شخړې هواري په اړه د پېشرفت خوښي لرو كومه چې په سيمه كښې د امن او پرمختګ په لار كښې تر ټولو لويې خنډ دے او د امريكې پشمول ټوله نړۍ د دې حقيقت څخه خبر ده۔دا خبره دې ياده وي چې اولس مشر ټرمپ د ټاكنو خپل كمپائن په مهال په سوئېلي آسيا كښې د امن او سلامتيا مسئلې حل له د مرستې خوښي څرګنده كړې وه او د دغې نه پ?? دوهم اولس مشر مائيك پنسي روانه مياشت ملګرو ملتونو كښې د امريكې سفير نيكي هيلي هم دا ډول خيالاتو څرګندولو كښې وئېلي چې د ډونلډ ټرمپ انتظاميه د هند او پاكستان ترمينځه د اړيكو په اړه فكر لري٬ ده ووئېل نكي هيلي دا تجويز هم وركړې ؤه چې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د هند او پاكستان ترمينځه تاؤ تريخوالي كمولو كښې شريكدې هم شي۔دغسې د بلې خوا پاكستان وئېلي دي د كشمير مسئلې حل له د معاونت په حقله به د بېلو هېوادونو د اړخه د ثالثۍ د هڅو تل هركلے كولې شي۔وزيراعظم نواز شريف د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو حواله وركولو كښې ووئيل بايد سلامتي كونسل په خپلو قراردادونو عملدآرمد باوري كړي۔د پاكستان او امريكې اړيكو په اړه وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل دواړه هېوادونه دوه اړخيزه او تاريخي اړيكې ل??ي۔??ه هيل?? څرګنده كړه چې اولس مشر ټرمپ په حكومت كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔ده ووئيل مونږ د امريكې څخه مرسته نه د تجارت خوښي لرو او پاكستان د امريكې پشمول د ټولو هېوادونو سره په شريك احترام اډانه د ښو اړيكو خوښي ل??ي۔??ه ووئيل د حكومت د اړخه اقتصادي اصلاحات او ښو مراعاتو په نتيجه كښې پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ښه هېواد جوړ شوے۔وزيراعظم ووئيل د ټولې نړۍ كاروباري ادارې په بېلو څانګو كښې خوښي لرې۔د سي پېك پروژو په اړه وزيراعظم نواز شريف ووئيل سي پېك په ټوله سيمه كښې اقتصادي هلې ځلې پېدا كولو او د هغې ودې له زيات صلاحيت لري۔پاكستان به د نورو هېوادونو د اړخه په دې پروژه كښې د شموليت هركلے كوي۔وزيراعظم د امريكې په كمپنو زور راوړو چې د نوې موقعو څخه استفاده وكړي او پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل حكومت د هېواد پرمختګ او څوكالۍ او د عام وګړي ښېګړې باوري كولو له په يو نكاتي ايجنډا عمل كوي۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې ځينې عناصر نه غواړي چې د عامو وګړو حالت ښه كولو له د حكومت هڅې كاميابې شي او هغوي په دې لار كښې د خنډانو راولاړلو هڅه كوي۔وزيراعظم ووئيل د لوے څښتن په فضل ټول قام زمونږ سره ولاړ دے٬مونږ به نه يوازې په دې خنډانو قابو ومومو بلكې د پرمختګ او څوكالۍ په لاره به خپل مزل نور هم تند كړو۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان د قام قيمتي اثاثه ده هغه دې د هېواد پرمختګ او ښېګړې له مناسب كردار ترسره كړي
بايد سلامتي كونسل پخپلو قراردادونو عملدرآمد باوري كړي٬امريكې څخه د مرستې نه د تجارت خوښي لرو٬پاكستان د امريكې پشمول ټولو هېوادونو سره په شريك احترام اډانه د ښو اړيكو خوښي لري
مضمون کا ماخذ : بونانزا