اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي قام د كووېډ-19 په مهال په اجتماعي هلو ځلو سره نړۍ كښې يو مثال جور كړے ٬ د دغسې اتحاد او يووالي څرګندونه د تعليم ،صحت او اقتصادي څانګو مسئلو مخنيوي لپاره ضروري ده۔ ده دا خبرې د راولپېنډي چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آر سي سي آئي) ترسېوري لاندې نېشنل هېلتھ سمټ ته خپلې وېنا كښې كړي ۔ صدر مملکت ووئيل د کووېډ۔19 وبا په مهال كله چې ګرده نړۍ كښې دا خپرېده٬ پاكستان د دې نه بچ كېدو لپاره د نړۍ د درېمې غوره كاركردګۍ مظاهره كونكې هېواد په توګه رامخې ته شوے او دا هر څه د اولس او د ټولو شراكتدارو د اجتماعي هلو ځلو او مرستې په سبب ممكن شوې چا چې د وبائي رنځ خپرېدو لاره نيولو لپاره هلو ځلو كښې د اتحاد څرګندونه كړې۔ ده ووئيل دغې كاميابۍ سباٶن لپاره يوه لاره جوړ كړې كومه چې په عصري چېلنجونو قابو موندلو له زمونږ په هلو ځلو كښې زمونږ لارښوونه كوي۔ ده په دې موقع په ټولو شراكتدارو او كاروباري ورورولۍ زور رواړو چې ذهني تناٶ او په آبادۍ كښې د اضافې پشمول د صحت په اړه اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل بايد د كوچنيانو په ضد د جنسي جرائمو او د نشه اي توكو استعمال په اړه د بېلا بېلو ذريعو د لارې شعور بېدار كړے شي۔ صدر مملکت په اخلاقيات آډانه اصولو زور رواړولو سره د دولت وېش او د وسائلو ځيني كسانو سره د پاتي كېدو په اړه د تفاوت ختمولو پخلے وكړو۔ په دسې مهال د راولپېنډي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر ثاقب رفيق٬ د پېنډۍ چېمبر صحت لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن ډاکټر شمائل داؤد آرائيں هم وېنا وكړه
د تعليم، صحت او اقتصادي څانګو مسئلو مخنيوي لپاره د اتحاد او يووالي څرګندونه ضروري ده۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د راولپېنډي چېمبر اف كامرس اېنډ انډسټري ترسېوري لاندې نېشنل هېلته سمټ ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania