نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د اې??نسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر كومي نائيډو ملاقات وك??و۔ د ملاقات په موقع وزيراعظم په مقبوضه جمو او كشمير كښې د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې ??ه نړيواله كچه په ډاګه كولو كښې د اې??نسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه۔ د دې ځايه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون لپاره د امريكې دورې په مهال د اتوار په ورځ د اې??نسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر سره ملاقات وك??و۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ډلو ته اولس ته رسنه نه شي وركولې۔ وزيراعظم په مقبوضه جمو او كشمير كښې د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې ??ه نړيواله كچه په ډاګه كولو كښې د اې??نسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل چې اې??نسټي انټرنېشنل په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو حقيقي صورتحال وړاندې كولو او د 7 اونيو د اوږد لاك ډاؤن سره مخ د كشميرې ابادې غږ اورولو لپاره مهم كردار ترسره كړې۔ د دوي په هڅو په نړيواله ټولنه كښې د كشميري اولس د كشالو په اړه خبرېدو كښې مرسته شوې۔ وزيراعظم د هند لخوا د پېلټ ګنز استعمال او د دې په كشمري ځوانانو د كېدونكي اثر په اړه د اې??نسټي راپور وستائيلو۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې د كشميري اولس د سول سوسائټې په وكالت كښې مرسته جاري ساتلو لپاره د د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو دو?? راپورونه قوي بنياد دے۔ د اې??نسټي انټرنېشل عمومي سېكتر كومي نائيډو وزيراعظم د كشمير خبرو ته پرېږدئ د اې??نسټي اېډوكېسي كار په اړه بريف ك??و۔ ده وزيراعظم د ماحولياتي انصاف په اړه د اې??نسټي د كار نه هم خبر كړو او د ماحولياتي بدلونو د اړوند مسئلو په اړه ئې وزيراعظم ته په ګلوبل ساؤتهـ اېډوكېسي د غور كولو تجويز ورك??و۔
د وزيراعظم عمران خان د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر كومي نائيډو سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل