اسلام آباد۔21ستمبر(اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر ا??تخار علی ملک وئيلي دي افغانستان كښې د طالبان حكومت رتللو نه وروسته پاك افغان تجارت تندۍ سره ??خ په زياتېدو دے او تېره اونۍ په دې كښې اضافه 60 فيصده ته رسېدلې ده۔ د نهې په ورځ د سيد ياور عباس بهاولپوري په مشرۍ كښې د برآمد كندګانو يو پلاوي سره خبرو كښې ??غه ووئيل كه د طورخم او چمن په شمول په ټولو كراسنګ پوائنټس د پخواني انفراسټركچر په ځائې د كارګو هېنډلنګ عصري آسانۍ عملي كړې شي او دواړو اړخونو ته د سامان فوري سكېنګ او كليئرنس وكړے شي نو دا تجارت څو چنده نور زياتېدې شي۔ ??غه په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د پخواني افغان حكومت غېر منطقي او ناوړه پالسيو د لاسه افغانستان ته د پاكستان كلن برآمدات د 2 اربه ډالرو نه كمېدو سره 700 ملين ډالر شوي وو۔ پاكستان به 50 زره ??ن سمينټ او يو لك ټن سريا برآمد كوله ولې په دوه كاله كښې دغه تجارت ختم شو۔ ??غه ووئيل د طالبانو اقتدار كښې راتللو نه وروسته صورتحال بدل ??وے دے او د پاكستان سوداګر ٬ برآمد كنندګان او درآمد كنندګان به افغان وروڼو سره بشپړه مرسته كوي۔ ??غه ووئيل وزيراعظم عمران خان پاكستان كښې ټولو اړوندو چارواكو ته هدايات وركړې دي چې هغوي په كراسنګ پوائنټ?? د ??امان فوري كليئرنس كښې مرسته وكړي۔ ??غه ووئيل سارك چېمبر ا??غان سوداګرو سره غوره ??مغږۍ له پاكستان كښې خصوصي سېل هم جوړ كړے دے
تېره اونۍ پاك افغان تجارتي حجم 60 فيصده زيات شوې٬ په كراسنګ پوائنتس د كارګو هېنډلنګ عصري آسانيو سره دوه اړخيزه تجارتي حجم څو چنده زياتېدې شي۔ د سارك چېمبر صدر
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ