اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان د سي ??ېك په روانو پروژو د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي سي ??ېك به په هر ډول ترسره كولې شي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د چين پاكستان اقتصادي لارې﴿سي ??ېك﴾ د پرمختګ جاج اخستلو لپاره د لوړې پاې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړۍ. په غونډه كښې خارجه وز??ر شاہ محمود قریشی، د توان وفاقی وزیر حماد اظهر، د خزانې وفاقی وزیر شوکت فیاض ترین، د صنعت وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار، د منصوبه بندې وفاقی وزیر اسد عمر، د وزیراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معید یوسف، د وسله والو ځواكونو مشر جنرل قمر جاوېد باجوہ، د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف بخاری،د سي ??ېك اتهارټۍ چیئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې وز??راعظم د سي ??ېك له مخې په بېلا بېلو څانګو كښې د روانو پروژو د پرمخ??ګ څخه خبر كړے شو. وز??راعظم عمران خان د سي ??ېك په روانو پروژو د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل سي ??ېك به په هر ډول ترسره كولې شي. وز??راعظم ووئيل سي ??ېك د پاكستان او چين د ژورې او ازمائيلې شوې دوستې څرګندونه ده او زمونږ په پرمختيائي حكمت عملې كښې ډېر اهميت لري. وز??راعظم ووئيل په صنعتكارې كښې بايد مونږ برآمدات زياتولو او د درآمدات متبادل ته پام وكړو او د خپلو پالېسو تشكيلولو په وخت دا په ??ظر كښې ??ساتلې شي. وز??راعظم په هېواد كښې د راتلونكو صنعتونو او د كركيلې په څآنګه كښې د روزګار د نوو موقعو له مخې د ځوانانو تربيعه كولو سپارښتنه هم وكړه.
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د چين پاكستان اقتصادي لارې﴿سي پېك﴾ د پرمختګ جاج اخستو لپاره غونډه
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada