اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي مونږ ته د سپريم کورټ پرېكړه قبوله ده٬ د عدم اعتماد تحريک په آئيني، سياسي او جمهوري طریقه مبارزه كول ??مونږ حق دې٬ مونږ د عدلیې د پرېكړې پابند یو، سپیکر هم د د دې پرېكړې لاندې د غونډې چلولو پابند دې ٬ د وزيراعظم رائې دا ده چې د عدم اعتماد تحريك په شا د نړيوال سازش كېدو پلټنې هم ضروري دي۔ د خالي په ورځ په قومي اسمبلۍ کښې د اپوزيشن لارښود شهباز شريف لخوا د راپورته کړې شويو نكتو په ځواب كښې ده وو??يل په آئين كښې د عدم اعتماد تحريک امکان شته٬ د دې تحريك وړاندې كول د اپوزيشن حق دې او د حكومت دفاع كول ??مونږ فرض دي۔ ده وو??يل د بده مرغه آئين ماتول ??مونږ د تاريخ برخه پاتې شوې ده۔ په 12 اكتوبر 1999 آئين مات كړې شو ٬ ده وو??يل نظريه ضروت بايد دفن كړې شوې وه۔ ده وو??يل زه په دې خوشحاله يمه چې زمونږ جمهوريت وده كوي او مونږ كښې څوك هم نظريه ضرورت منلو ته تيار نه دې۔ ده وو??يل وزيراعظم وائي چې مايوس يمه خو د عدليې احترام كوم۔ د وزیراعظم وېنا ده چې يو نړيوال سازش شوې دې او د دې بايد پلټنې وكړې شي٬ ده وو??يل مو??ږ په آئيني عمل اعتراض نه لرلو۔ ده وو??يل د قومي سلامتيا كمېټۍ چې كله دغه خط وليدلو نو دا ئې حساس وګرځولو٬ كمېټۍ خارجه دفتر ته امر وكړو چې په اسلام آباد او واشنګټن كښې دې په دې احتجاج وكړې شي۔ كمېټۍ دا پرېكړه هم وكړه چې د پارليمنټ د قومي سلامتيا په فورم دې هم دا معامله كېښودلې شي او حقائقو ته د رسېدو هڅه دې وكړې شي۔ سپيكر د غوندې كارروائي تر 12 نيمو بجو وځنډوله۔
مونږ ته د سپريم كورټه پرېكړه قبوله ده٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ