اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي د پوليس په حفاظت او سركاري پروټوكول كښې د پي ټي آئي كاركنانو لخوا سړكونه بندولو سره اولس زيات متاثره كېږي٬ مونږ هېڅ ډول سياسي تصادم نه غواړو او نه د دې اجازه وركولې شو٬ انديښنه ده چې اوس به اولس د عمران خان د فسادي او فتنه انګيز پېروكارو پخپله محاسبه شروع كړي۔ د زيارت په ورځ د پي ټي آئي لخوا د سړكونو بندولو پحقله خپل غبرګون كښې ده ووئيل سړكونه بندېدو سره د اولس كاروبار٬ په غم او خوشحالۍ كښې ګدون او تعليمي هلې ځلې متاثره كېږي٬ رنځوران روغتونونو ته نه رسي٬ دا صورتحال د نه قبلېدو دے بلكې د لكهونو په شمېر اولس لپاره ستونزمن دے٬ ده ووئېل د پي ټي آئي يو موټې كاركنانز كرسۍ اچولې او د پوليس په ډاډ د تېرو څلورو ورځو راهسې اولس پرېشانه كوي۔ ده ووئيل د اوسني پرېشان كن صورتحال څخه اولس د اوس د صبر پېمانه ډكه شوې ٬ زه د مسلم ليګ ن ځائي لارښودو او پارلماني غړو ته اپيل هم كوم چې ھغوي اولس د ستونزو نه رابهر كولو لپاره خپل كردار ولوبوي
د پوليس په حفاظت او سركاري پروټوكول كښې د پي ټي آئي كاركنانو لخوا سړكونه بندولو سره اولس زيات ځپلے كېږي٬ انديښنه ده چې اوس به اولس د عمران خان د فسادي پېروكارو خپله محاسبه شروع كړي۔ رانا ثنا الله خان
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے